د لاس رسي وړ اتصالات

مودي پوتین ته ویلي د اوکراین د جګړې د ختمولو ملاتړ کوي


د هند صدراعظم نریندرا مودي (چپ) د جولای په میاشت کې روسیې څخه د لیدنې پر مهال له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي وو.
د هند صدراعظم نریندرا مودي (چپ) د جولای په میاشت کې روسیې څخه د لیدنې پر مهال له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي وو.

د هند صدراعظم نریندرا مودي سه شنبې اګست ۲۷ (وږي شپږمه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې په جګړه ځپلي اوکراین کې د شخړې د سمدستي پای ته رسولو ملاتړ کوي.

مودي دا خبرې اوکراین ته له سفر وروسته کړي دي.

د هند صدراعظم د روسیې او لویدیځ دواړو سره د اړیکو د انډول د ساتلو هڅه کوي. هغه د روسیې سره د هند د تاریخي تودو اړیکو د ساتلو ترڅنګ، د خپل سیمه ایز سیال چین په وړاندې د یو خنډ په توګه له لویدیځو هېوادونو سره د ټینګې امنیتي ملګرتیا غوښتنه کړې ده.

نوي ډیلي د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له ښکاره غندنې ډډه کړې او پر ځای یې له دواړو خواو غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

مودي په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې هغه له پوتین سره "د روسیې او اوکراین د شخړې او اوکراین ته د خپل سفر په اړه نظریات تبادله کړي دي."

مودي ویلي په دغو خبرو کې یې د شخړې "بیړني او سوله ایز حل" ته د هند پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

مودي مسکو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د پوتین په غیږ کې نیولو له کبله د اوکراین خلک په غوسه کړي. هغه د د جمعې په ورځ له کیف څخه د لیدنې پر مهال د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ته وویل چې "هیڅ ستونزه باید د جګړې په ډګر کې حل نشي."

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې مودي د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره د تلیفوني خبرو یوه ورځ وروسته له پوتین سره خبرې کړي دي. ددغه بیان له مخې، له بایډن سره په خبرو کې، مودي "د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ په برخه کې د نوي ډیلي ثابت دریځ" تکرار کړی دی.

کرملین هند ته د وسلو ترټولو ستر چمتو کوونکی دی او دواړو هېوادونو د سړې جګړې راهیسې نږدې اړیکې ساتلي دي.

د اوکراین د شخړې له پیل راهیسې، روسیه همدارنګه پر هند باندې په ټیټ نرخ تیل پلوري چې دې کار د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ مسکو ته د صادراتو خورا اړین بازار چمتو کړی دی.

له همدې کبله د نوي ډیلي او مسکو اقتصادي اړیکې په ډراماتیک ډول له سره تنظیم شوي، چې له کبله یې هند په میلیاردونو ډالر سپمولي پداسې حال کې چې د مسکو د جګړې خزانه پیاوړې شوې ده.

هند د متحده ایالاتو، جاپان او استرالیا سره په هغه څلور اړخیز سازمان کې برخه لري چې موخه یې د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د چین د زیاتیدونکي نفوذ مخنیوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG