د لاس رسي وړ اتصالات

مودي پوتین ته: د ماشومانو وژل دردوونکي دي، جګړه د حل لاره نه ده


مودي‌ روسیې ته په سفر تللی دی
مودي‌ روسیې ته په سفر تللی دی

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د سه شنبې په ورځ جولاۍ نهمه (چنګاښ ۱۹) مسکو ته د خپل سفر او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ملاقات وروسته وویل چې په جګړې کې د بې ګناه ماشومانو وژل کېدل، جګړې او یا ترهګریز بریدونه دردوونکي‌ دي.

د مودي د دغو څرګندونو څخه څو ساعته مخکې، د روسیې ځواکونو په کیف کې د ماشومانو یو روغتون په توغندیو ووېشت چې د اوکراین د مقاماتو په ګډون په کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

مودي وویل: «په مختلفو مسائیلو مو خبرې وکړم. خوشحال یم چې موږ دواړو د اوکراین په اړه خپل نظرونه په ازاد ډول او په جزیاتو سره مطرح کړل.»

مودي پوتین ته وویل چې د اوکراین د جګړې حل د جګړې په میدان نه شي موندل کېدای. د هغوی دا ملاقات د روسیې په تلویزونونو کې په ژوندۍ بڼه ښودله کېده. مودي وویل: «سوله باید د خبرو له لارې ومومو.»

پوتین په خپلو خبرو کې د هند او روسیې د «ځانګړي ستراتيژیک مشارکت» او د اوکراین د بحران په ګډون د سختو ستونزو د حل لپاره د مودي د هلو ځلو ستاینه وکړه.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اوکراین باندې د روسیې د وروستیو بریدونو په اړه چې ۴۱ تنه په کې ووژل شول او ۱۷۰ نور ژوبل شول، بېړنۍ غونډه کوي، روسیې د اسنادو او شواهدو له ښودلو پرته ویلي‌ دي چې د اوکراین د ځواکونو د راکټ ضد دستګاه په کیف کې د ماشومانو روغتون په نښه کړی، روسي ځواکونو نه.

مودي داسې مهال روسیې ته تللی چې یوه ورځ مخکې واشنګټن مسکو ته د ډهلي د نژدې کېدو او ژورو اړیکو په اړه اندېښنه ښودلې وه. هند د روسیې په یو مهم شریک بدل شوی دی.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته دا هېواد له سختو بندیزونو سره مخامخ شوی. مسکو هڅه کوي چې د هند په څېر هېوادونو سره خپل تجارتي روابط پراخ کړي‌ او وښيي چې د لویدیځ بندیزونه ناکام دي.

هند په اوکراین باندې د برید له کبله لا په روسیې باندې مستقیم انتقاد نه دی کړی او نوي ډهلي مسکو او کیف هڅولي دي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. هند هم له روسیې سره خپل تجارت زیات کړی دی او له روسیې څخه یې د نفتو اخیستل تر بل هر وخت زیات شوي دي.

د لویدیځ قدرتونو هم په دې وروستیو کې له هند سره خپلې اړیکې زیاتې کړې او غواړي له دې لارې په سیمه کې د چین د مخ په زیاتېدونکي نفوذ مخه ونیسي او په هند باندې یې فشار راوړی دی چې له روسیې څخه لېرې واوسي.

دا راپور د رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو په اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG