د لاس رسي وړ اتصالات

هند او روسیه د خپلو سوداګریزو او ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا غور کوي


د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر (چپ) او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر (چپ) او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

هند او روسیه په داسې حال کې د خپلو سوداګریزو او ستراتیژیکو اړیکو پر ژورولو بحث کوي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر د خبرو دپاره مسکو ته تللی دی.

جیشنکر د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۷ (مرغومي ۶) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې وویل چې د دواړو هیوادونو سوداګرۍ "پرمختګ" کړی او اندازه یې۵۰ میلیارد ډالرو ته رسیدلې ده.

جیشنکر وویل: "موږ باور لرو چې دا هغه څه دي چې پایلې یې اوس د څرګندیدو په حال کې دي."

که څه هم په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د یرغمل له امله پر روسیې باندې د لویدیځ له لورې بندیزونه لګول شوي، خو هند روسیې د لوی اقتصادي شریک په توګه راڅرګند شوی، د لوېدیځ بندیزونه یې له پامه غورځولي او له دغه هېواد څخه یې د خامو تیلو واردات نور هم زیات کړي دي.

نوي ډیلي، چې د اوکراین په شخړه کې یې بې طرفي ښودلې خو له مسکو سره یې د دوستۍ اړیکې ساتلي دي او وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لسګونه کلونه تاریخ لري.

د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر په اساس، پوټین د جیشنکر سره په لیدنه کې وویل چې د روسیې او هند ترمنځ سوداګري په پرله پسې توګه د دوهم کال لپاره په ځانګړې توګه د خامو تیلو او ټکنالوژۍ په برخو کې وده کړې ده.

د ټاس په حواله، پوټین وویل: "موږ به د روسیې-هند د اړیکو اړوند په ټولو اوسنیو مسلو او د لا پراختیا د لارو چارو په اړه خبرې وکړو."

پوټین د هند صدراعظم نریندرا مودي ته هم بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي.

د هند او روسیې د سرمشریزې ځنډېدل

د هند او روسیې مشران له تیرو دوو لسیزو راهیسې هر کال غونډې کوي خو په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې دغه غونډې ندي ترسره شوي.

نوي ډیلي د دې غونډې د نه کېدلو کوم رسمي دلیل نه دی ښودلی، خو شنونکي دا د هند د هغو هڅو یوه برخه ګڼي چې له لویدیځو هیوادونو سره یې اړیکې پراخیږي. مودي د جون په میاشت کې د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړ چې د دوی ملګرتیا ته د نوي حرکت په سترګه کتل کیږي.

په نوي ډیلي کې د "څار څېړنیز بنسټ" څېړونکي منوج جوشي وویل: "هند له پوټین سره له غونډې ډډه کړې ځکه چې نه غواړي روسیې ته ډیر نږدې وګڼل شي. په ورته وخت کې دا مهمه ده چې روسیې او نړۍ ته وښیو چې موږ په هیڅ ډول دوی نه دي پریښي."

ښاغلي جوشي زیاته کړه: "مسکو ته [د هند] د بهرنیو چارو د وزیر سفر دا په ګوته کوي چې موږ لا هم نږدې اړیکې لرو خو په ورته وخت کې د سرمشریزې د کېدو او د نړۍ د ور پام کېدو مخنیوی کوي."

د جیشنکر سره د پوتین لیدنه مهمه ګڼل کیږي ځکه چې هغه معمولا د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه نه کوي. شنونکي دا د مسکو یوه هڅه بولي ترڅو نړۍ ته وښيي چې روسیه منزوي شوې نده.

جوشي وویل: "دا ښيي چې هند روسیې ته اهمیت لري. هند یو لوی هیواد دی او له اقتصادي پلوه ښه پرمخ ځي. د روسيې دپاره په داسې شرایطو کې چې له بندیزونو سره مخ ده، دا خورا مهمه ده چې وښيي له نوي ډیلي سره ښې اړیکې لري."

جیشنکر، چې مسکو ته په پنځه ورځني سفر تللی دی، د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وکتل.

لاوروف په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی "د پوځي-تخنیکي همکاریو پر امکاناتو او د عصري وسلو د ګډ تولید" په ګډون پر بیلابیلو مسایلو خبرې کړې دي.

روسیه د لسیزو راهیسې د هند د وسلو لوی عرضه کونکی و، او نوی ډیلی اوس هم د خپلو نظامي تجهیزاتو دوه پر دریمه برخه له مسکو څخه واردوي، که څه هم په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې چې خپل پیرود متنوع کړي.

شنونکي په ګوته کوي چې هند په دفاعي او انرژۍ دواړو برخو کې پر روسیې تکیه کوي.

جیشنکر که څه هم روسیه د هند دپاره "ارزښتناک او ازمویل شوی ملګری" بولي خو وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې "د سیاسي ګټو پر ستراتیژیک انسجام ولاړې دي."

دواړو هېوادونو د کوډانکولم اټومي بټۍ کې چې د روسیې په مرسته د هند په جنوبي برخه کې جوړېږي، د برېښنا د تولید د راتلونکي واحدونو د جوړولو تړونونه هم لاسلیک کړل.

مسکو ته د سفر په جریان کې، جیشنکر له روسیې سره د هند اړیکې "په نړیوال سیاست کې یوازینۍ باثباته اړیکې" وبللې.

د سه شنبې په ورځ له مسکو میشتو هنديانو سره په یوه غونډه کې، جیشنکر وویل چې "په عموم ډول دفاعي، اټومي او فضايي همکاري تاسو یوازې له هغو هیوادونو سره کوئ چې ورباندې په لوړه کچه باور لرئ."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG