د لاس رسي وړ اتصالات

هند د روسیې په پوځ کې د خپل یو وګړي مړینه تائید کړه


پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې په دوه کلنه جګړه کې په لسګونو زره روسي عسکر وژل شوي او مسکو په نړیواله کچه د اجیرو سرتیرو د استخدامولو په لټه کې دی.
پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې په دوه کلنه جګړه کې په لسګونو زره روسي عسکر وژل شوي او مسکو په نړیواله کچه د اجیرو سرتیرو د استخدامولو په لټه کې دی.

په روسیه کې د هند سفارت منلې چې د روسیې په پوځ کې ګمارل شوی یو هندي وګړی مړ شوی دی.

ددغه هندي تبعه کورنۍ څو ورځې وړاندې فرانس پرس ته ویلي وو چې هغه د اوکراین جګړې ته لیږل شوی و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت وویل چې له مسکو سره د هغو شاوخوا ۲۰ هندي وګړو د ایستلو دپاره هلې ځلې کوي چې د روسیې په اردو کې "بند" پاتې دي.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې په دوه کلنه جګړه کې په لسګونو زره روسي عسکر وژل شوي او مسکو په نړیواله کچه د اجیرو سرتیرو د استخدامولو په لټه کې دی.

په مسکو کې د هند سفارت ویلي چې د محمد افسان له کورنۍ او روسي چارواکو سره په تماس کې دی او د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات ندي خپاره کړي.

دغه سفارت په ایکس شبکه کې لیکلي چې "سفارت هڅه کوي چې د هغه مړی هند ته ولیږدوي."

د محمد افسان ورور محمد عمران د فبروري په میاشت کې فرانس پرس ته وویل چې ورور یې له دوو میاشتو راهیسې لادرکه شوی دی.

د عمران په وینا، ورور یې په وروستي ځل د روسیې له جنوبي ښار روستوفان دان څخه زنګ وهلی و او ویل یې چې د جګړې لومړۍ کرښې ته لیږل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، یو بل هندي عسکر چې په تېښته بریالی شوی، خپلې کورنۍ ته ویلي چې افسان په مرمۍ لګېدلی او ټپي شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې هند د روسیې په پوځ کې د یو هندي وګړي مړینه منلې ده. تراوسه د روسیې په پوځ کې د ګمارل شويو هندي وګړو له جملې څخه د دوو کسانو مړینه تائید شوې ده.

د هند د ګجرات ایالت یو ۲۳ کلن اوسېدونکی چې د "امنیتي ګارد" په توګه یې کار کاوه، تېره میاشت د اوکراین په یو هوايي برید کې ووژل شو.

ځايي رسنیو ددغه هندي وګړي د کورنۍ او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د یو بل هندي سرتیري په حواله د هغه د مړینې خبر خپور کړی و.

یو شمېر هندي اتباعو تېره میاشت فرانس پرس ته ویلي وو چې د روسیې د پاسپورت ترلاسه کولو او لوړو معاشونو ژمنې ورسره شوي او د جګړې لومړۍ کرښې ته لیږل شوي دي.

دغو وګړو ویلي چې که څه هم دوی ته ویل شوي وو چې دنده به یې جګړه نه وي، خو روسیې ته له رسېدو وروسته ورته د وسلو د استعمالولو روزنه ورکړل شوې او اوکراین ته لېږل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG