د لاس رسي وړ اتصالات

هند: شاوخوا ۲۰ اتباع مو د روسیې په پوځ کې ګیر پاته دي


د هند پوځ
د هند پوځ

هند نن د فبرورۍ په ۲۹ (کب ۱۰) وویل چې هڅه کوي د دغه هېواد د هغو ۲۰ اتباعو تړون لغوه کړي چې د روسیې په پوځ کې "ګیر پاته" دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، په نوي ډهلي کې خبریالانو ته وویل: "موږ د هغوی د وخت دمخه رخصتیدو لپاره هر اړخیزې هڅې کوو. موږ په ډهلي او مسکو کې له روسي چارواکو سره په منظم ډول په تماس کې یو."

پر اوکراين د روسیې د پوځي يرغل دوه کاله وروسته چې په ترڅ کې يې لسګونه زره پوځيان ووژل شول، مسکو هڅه کوي له نورو هېوادونو څخه جنګيالي استخدام کړي.

یو شمېر هندي اتباع چې د روسیې په پوځ کې ګمارل شوي، د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د لوړو معاشونو او روسي پاسپورتونو ژمنو دوی دې ته اړ کړي چې د دغه هېواد په پوځ کې شامل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ تائید کړه چې د دوی یو نا څرګند شمیر اتباع د روسیې په اردو کې شامل شوي ترڅو "ملاتړ کوونکې دندې" ترسره کړي.

دغه وزارت ویلي، چې د هندي چارواکو د مداخلې په پایله کې د دوی یو شمېر وګړي د روسیې له پوځ څخه وتلي دي.

تر اوسه نوي ډهلي او مسکو دا نه ده تائید کړې چې ایا دغه کسان اوکراین ته د جګړې لپاره استول شوي او که نه.

خو بیا هم، جیسوال وویل چې هندي اتباعو ته ویل شوي چې د جګړې سیمو ته دننه نشي.

هغو سرتیرو چې د فرانس پرس اژانس سره یې خبرې کړي ویلي دي چې دوی ته د غیر جنګي دندو ژمنه شوې وه، خو اوکراین ته له استولو مخکې د کلاشینکوفونو او نورو وسلو د کارولو روزنه ورکړل شوې وه.

په روسي ژبه تړون کې چې د دغو هندي اتباعو لخوا لاسلیک شوی او د فرانس پرس اژانس لخوا لیدل شوی، په کې دا ډول لیکل شوي؛ "د روسیې د فدراسیون په وسله والو ځواکونو کې پوځي خدمت" او د هغې شرایط "په جګړه کې ګډون او د روسیې خلکو ته نامحدود خدمت".

هند له اوږدې مودې راهیسې د روسیې له متحدینو څخه دی او تر اوسه یې پر اوکراین د دغه هېواد برید په ښکاره توګه نه دی غندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG