د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې ګواښ؛ جرمني د هوایي دفاع د ایریس-ټي سیستم فعال کړ


د جرمني د ایریس-ټي د هوایي دفاع سیستم
د جرمني د ایریس-ټي د هوایي دفاع سیستم

د جرمني پوځي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر څلورمه (وږي ۱۴) په خپله خاوره کې د ایریس-ټي په نامه د هوایي دفاع لومړنی سیستم فعال کړ.

جرمني تر دې مخکې اوکراین ته د روسیې د راکټونو، توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره د دغه هوايي دفاعي سیستم څو دستګاوې ورکړې وې.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز ویلي دي چې له ځمکې څخه هوا ته دغه سیستم د جرمني او اروپايي ټولنې د دفاعي اقداماتو یوه برخه ده چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ پوځي یرغل وروسته نیول شوي دي.

شولتز هامبورګ ته څېرمه په یوه پوځي اډه کې د ایریس-ټي هوايي دفاعي سیسټم د فعالولو په مراسمو کې، وویل: "روسیه له کلونو راهیسې په پراخه کچه په ځانګړي ډول د راکټونو او کروز توغندیو د بیا وسله وال کولو په لټه کې ده."

د جرمني صدراعظم وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د وسلو د نه خپریدو له تړون څخه سرغړونه کړې او "میزایل یې په کالینینګراد کې" چې له برلین څخه ۵۳۰ کیلومتره لیرې دی، ځای پر ځای کړي دي. هغه وويل: "دا به بیغوري وي چې د [پوتين] دې عمل ته مناسب ځواب ورنکړل شي. د دې ډول اقدام په کولو کې ناکامي به سوله له خطر سره مخامخ کړي."

د جرمني پوځ د دیهل دفاعي شرکت ته چې د ایریس-ټي دفاعي سیسټم تولیدوي، د دې تجهیزاتو د شپږ دستګاو د تولید سپارښتنه کړې چې ټول ارزښت یې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي او د ۲۰۲۷ کال د می تر میاشتې به ددې هیواد اردو ته وسپارل شي.

په اوکراین کې د ایریس-ټي بریالیتوب

له امریکا وروسته جرمني دویم هېواد دی چې له اوکراین سره یې تر ټولو ډېرې پوځي مرستې کړې دي. تر دې دمه جرمني اوکراین ته څلورایریس ټي دستګاوې ورکړي او ژمنه یې کړې چې د دغه هوايي دفاعي سیستم اته نورې دستګاوې به هم اوکرایني ځواکونو ته ورکړي.

اوکراین ته چمتو شوي ایریس ټي سیسټمونه د موټر په سر نصب کیدی شي او او هغه میزایلونه چې توغوي د ۴۰ کیلومترو وړانګې پورې د هوایي ګواښونو د مخنیوي وړتیا لري.

د جرمني صدراعظم وویل: «په اوکراین کې د ایریس-ټي سیسټم تر اوسه پورې د روسیې له ۲۵۰ څخه ډیر راکټونه، ډرون او کروز توغندي له منځه وړي او د بې شمیره خلکو ژوند یې ژغورلی دی.»

هغه وویل چې د دفاعي سیسټم سربیره، اروپا اړتیا لري چې نور دقیق توغندي تولید کړي ترڅو "په دې مهم ستراتیژیک ډګر کې" له روسیې څخه وروسته پاتې نشي.

متحده ایالاتو او جرمني د جولای په میاشت کې اعلان وکړ چې په جرمني کې د امریکایي لرې واټن ویشتونکو میزایلو "مرحله یي ځای پرځای کول" به تر ۲۰۲۶ پورې پیل شي.

شولتز وویل: "زموږ اصلي اندیښنه د احتمالي برید کوونکو مخه نیول دي. په موږ باندې هر ډول برید د بریدګر لپاره د خطر په معنی دی. زموږ اندیښنه داړه چې سولې تامین او د جګړې مخنیوی وکړو، نه بل کوم څه."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG