د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: په اوکراین باندې د روسیې د میزایلو په برید کې ۵۱ تنه ووژل شول


زیلینسکي یو ځل بیا له لویدیځو هېوادونو څخه وغوښتل چې ورسره د دافع هوايي د سیستم مرسته وکړي
زیلینسکي یو ځل بیا له لویدیځو هېوادونو څخه وغوښتل چې ورسره د دافع هوايي د سیستم مرسته وکړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (سنبله۱۳) وویل چې روسیې د اوکراین په مرکزي ښار پولتاوا کې په یو پوځي انستیتوت د میزایلو برید کړی دی او حد اقل ۵۱ تنه یې وژلي دي.

په دغه برید کې، چې د اوکراین په روانې جګړې کې یو خونړی برید بلل کېږي، د چارواکو په وینا ۱۸۰ تنه نور په کې ژوبل شوي دي.

زیلینسکي په یو ویدويي پیغام کې ویلي دي چې روسیې د اوکراین د پوځ د اړیکو انستیتوت په دوو بالستیکي میزایلو وېشتلی او ویجاړ کړی دی.

نوموړي په خپل تیلګرام کې په یو ویدويي پیغام کې ویلي دي چې د دغه برید عاملینو سره به حساب او کتاب وشي.

هغه یو ځل بیا له لویدیځ څخه د دافع هوا غوښتنه وکړه او ایتلافیان یې وهڅول چې اجازه ورکړي د اوږد واټن وېشتونکي توغندي یې د روسیې په خاورې باندې وکارول شي چې اوکراین خوندي شي.

زیلیسنکي ویلي دي چې "موږ په نړۍ کې ټولو هغو کسانو ته چې ځواک لري، ویلي چې دا ترهه ودروي: په اوکراین کې د هوايي دفاع د سیستم او میزایلو اړتیا ده." هغه ویلي دي چې دا وسائیل نه باید په نورو ځایونو کې په ګودامونو کې وي.

نوموړي ویلي دي چې د اوږد واټن وېشتونکي میزایلو ته همدا اوۍ اړتیا لري او همدا میزایل یې له روسیې څخه ژغورلای شي او "له بده مرغه، د ځنډ هره ورځ، د ډېرو تلفاتو" په مانا ده.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې برید وکړ. امریکا او لویدیځ ایتلافیان د روسیې په مقابل کې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې دا جګړه وګټي.

راپورونه وايي چې په دغې جګړې کې لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي او سلګونه زره نور کډوال اوبې ځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG