د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او میرمن یې د کاملا هریس سره ملاتړ څرګند کړ


د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس براک اوباما او میرمن یې میشل اوباما جمعه جولای ۲۶ (زمري پنځمه) د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره د دیموکرات ګوند کاندیدې په توګه د کاملا هریس سره خپل ملاتړ وښود.

اوباما او میرمن یې چې په متحده ایالاتو کې دوه تر ټولو مشهور دیموکراتان دي، د میرمن هریس سره د ملاتړ څرګندول یې ډیر مهم بلل کیږي.

په یوې ویډیو کې چې په مطبوعاتو کې خپره شوې پکې ښودل کیږي چې پخواني جمهور رئیس او میرمن یې د ملاتړ څرګندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د کاملا هریس سره په ټیلفوني خبرو کې کړې.

پخپله اوباما پدې ویډیو کې ویلي، " زه او میشل ویاړو چې له تاسو ملاتړ څرګندوو او هر څه چې کولی شو پدې انتخاباتو کې به د کامیابه کیدو لپاره له تاسو سره وکړو او د اوول دفتر ته به مو ورسوو".

د ښاغلي اوباما میرمن، میشل اوباما بیا پدې ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې په کاملا هریس ویاړي او د هغې کاندید کیدل یې تاریخي بللي دي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو یو بل پخواني جمهور رئیس بل کلنټن او میرمن یې هیلري کلنټن چې په ۲۰۱۶ کال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند اوسني کاندید، ډونالډ ټرمپ په مقابل کې انتخاباتو ته ولاړه وه، هم د میرمن هریس کاندید کیدو سره ملاتړ ښودلی.

د دیموکرات ګوند احتمالي کاندیدې، د اوباما او میرمنې څخه یې د ملاتړ ښودلو له کبله مننه کړې او د همکارۍ غوښتنه یې ترې کړیده.

سره لدې چې پخپله جمهور رئیس جو بایډن او د سنا او استازو په مجلسونو کې مهمو دیموکراتانو د میرمن هریس کاندیدې کیدو سره ملاتړ ښودلی و خو د اوباما او میرمن ملاتړ یې ځکه مهم وی چې پخپله اوباما د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنی تور پوستی امریکایي و چې د هیواد تر ټولو جګپوړي اجرائیوي مقام یې وګاټه او کاملا هریس بیا لومړۍ تور پوستې امریکایۍ ده چې د جمهور رئیس د مرستیالې په توګه ټاکل کیږي او ښایي د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندیده هم شي.

ټاکل شوې چې د دیموکراتانو وروستی کاندید د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۹ د شیکاګو په ښار کې کله چې د ګوند کنګره جوړیږي، په ډاګه شي خو د اې پي خبري اژانس په تازه سروې کې ښودل شوې چې میرمن هریس وار د مخه په کافي اندازه د ګوندي استازو ملاتړ تر لاسه کړی خو تر هغې وړاندې به د اګست میاشتې په اوومې نیټې دیموکراتان مجازي وکړي او میرمن هریس به رسمي کاندیده کړي.

لا معلومه نده چې د میرمن هریس سره به په انتخاباتو کې څوک مرستیال وټاکل شي.

د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو له سیالیو څخه د جمهور رئیس جو بایډن له وتلو وروسته، د دیموکرات ګوند ډېرو قانون جوړوونکو، والیانو او مالي ملاتړ کوونکو د نوماندې په توګه د کاملا هریس څخه ملاتړ اعلان کړی.

بایډن تیره یکشنبې په ناڅاپي ډول له خپلې کاندیدۍ تېر شو او په یو بیان کې یې له هریس څخه ملاتړ څرګند کړ چې د نومبر په ټاکنو کې د پخواني ولسمشر او ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ په وړاندې ودریږي.

هریس ۵۹ کلنه ده او ولسمشرۍ ته یې خپله نوماندي منلې ده. هغې په ۲۰۲۰ کې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ خو د دیموکرات ګوند د رسمي نوماندې کېدو لپاره د نورو کاندیدانو سره د بایډن په وړاندې په سیالۍ کې پاتې راغله او بایډن وروسته هغه د خپل مرستیالې په توګه ونوموله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG