د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو سر سخت مخالف د هالنډ د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه


د هالنډ نوي صدراعظم لوړه وکړه
د هالنډ نوي صدراعظم لوړه وکړه

د هالنډ د استخباراتو پخواني مشر دیک شوف نن سه شنبه جون دویمه (چنګاښ۱۲) د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه. د هغه د لوړې په مراسمو کې د هالنډ پادشاه هم حاضر و.

د دیک شوف نوی ماموریت به د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه د هغه جدي تګلارې او ‌اقدامات وي.

مارک روته ۱۴ کاله د هالنډ صدراعظم و، خو په ټاکنو کې د «ازادۍ» ښه اړخ ګوند بریالی شو او هغه دیک شوف ته صدارت وسپاره.

نوي صدراعظم په خپل ایکس حساب کې د هالنډ د پادشاه سره یو ځای خپل یو تصویر خپور کړی او لیکلي دي: «د صدراعظم په توګه کار کولو ته ډېر لیوال یم.»

د «ازادۍ» ګوند مشر ګریت وایلدرز د ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه د مذاکراتو د روان ساتلو په هدف د صدارت له غوښتنې څخه لاس په سر شو. ځینو مذاکره کوونکو ویلي چې د اسلام په ضد او د اروپايي‌ ټولنې په اړه د هغه څرګندونو ته په کتو به دا سخته وي داسې کس دې د هېواد چارې مخې ته یوسي.

ګریت وایلدرز څو کاله مخکې په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ویلي وو چې هالنډ ته به د مسلمان کډوالو راتګ بندوي، جوماتونه به تړي، یو بل ته به د قران ډالۍ کول منع کوي او له اروپايي ټولنې څخه به هالنډ وباسي.

د هالنډ نوی صدراعظم باید د خپل ماتیدونکي حکومت د ایتلاف د شریکانو د ساتلو لپاره له خپل واک او تجربو څخه کار واخلي.

د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه د سختې تګلارې تر څنګ، ایتلاف د زړورتیا او سرلوړۍ په نوم د ۲۶ مخونو یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

په تړون کې د اسرائیل له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د هالنډ د سفارت انتقال هم په نظر کې نیول شوی.

روته په هالنډ کې د خپل ۱۴ کلن صدارت څخه وروسته بروکسل ته ځي او هلته به د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه خپل نوی ماموریت پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG