د لاس رسي وړ اتصالات

تر ۱۳ کالونو واکمنۍ وروسته د هالنډ صدراعظم سیاست پرېږدي


مارک روټ شاوخوا ۱۳ کاله کیږي چې دهالنډ صدراعظم دی.
مارک روټ شاوخوا ۱۳ کاله کیږي چې دهالنډ صدراعظم دی.

د هالنډ صدراعظم مارک روټ چې تیره اوونۍ یې د صدراعظمۍ څخه استعفا ورکړه او ائتلافي حکومت یې ړنګ شو، دوشنبه جولای ۱۰ (چنګاښ۱۹) یې وویل چې تر ۱۳ کالونو واکمنۍ کولو وروسته د سیاست څخه هم لاس اخلي.

د ښاغلي روټ پریکړې ډیر کسان حیران کړي ځکه دی د هالنډ په تاریخ کې یوازینی مشر دی چې ډیره موده په واک کې پاتې شوی.

ښاغلي روټ د پارلمان په غونډې کې وویل هغه څه چې دی یې هڅولی د دومره اوږدې مودې لپاره په سیاست کې پاتې شي، "هالنډ" دی.

هغه پدې هکله وویل، "غواړم یو څه چې شخصي دي ووایم. پدې تیرو څو ورځو کې داسې آوازې وې چې ما څه شی هڅوي او زما یوازینی ځواب هالنډ دی."

سرپرست صدراعظم د سیاست څخه د لاس اخیستو په هکله وویل، " پرون سهار ما دا پریکړه وکړه چې نور زه د VVD ګوند مشرۍ لپاره مناسب نه یم. کله چې د انتخاباتو څخه وروسته نوی حکومت لوړه وکړي، زه به سیاست پریږدم."

ټاکل شوې چې د همدې روان ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې په هالنډ کې انتخابات وشي او تمه دا وه چې ښاغلی روټ به د پنځم ځل لپاره د صدراعظمۍ لپاره کاندید شي خو د خپلې استعفا په اعلان سره یې د پارلمان غړي هم حیران کړل.

ښاغلي روټ چې ۵۶ کاله عمر لري د پارلمان پرېښودو څخه وروسته د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "یقیناً چې زه ښه یم. دا په شخصي توګه زما لپاره یوه مهمه شیبه ده."

روټ د ۲۰۱۰ کال راهیسې د هالنډ صدراعظم دی او پداسې حال کې یې د هیواد مشري وکړله چې له یوې خوا د اقتصادي ستونزو سره مخ و او له بلې خوا د کرونا وبا وه.

د هالنډ د څلورو ګوندونو څخه جوړ ائتلافي حکومت چې مشري یې ښاغلي روټ کوله د همدې تیرې جمعې په ورځ د مهاجرت پر سر د اختلافاتو له کبله ړنګ شو.

د حکومت غړي د ښاغلي روټ هغه پلان په هکله موافقې ته ونه رسیدل چې هدف یې په هالنډ کې د پنا غوښتونکو سره د کورنیو د غړیو یو ځای کیدل محدودوي.

صدراعظم چې د مرکزي ښي اړخ VVD ګوند مشر دی د حکومت ائتلافي غړیو سره د خبرو څخه وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې د حکومت نور غړي د مهاجرت د پالیسۍ په هکله ډیر مختلف نظرونه لري.

هغه زیاته کړه، " له بده مرغه نن ماښام مونږ دې نتیجې ته ورسیدو چې اختلافات مو نه حل کیدونکي دي او له همدې کبله به زه لږه شیبه وروسته خپله استعفا د ټول حکومت په استازیتوب پاچا ته وړاندې کړم".

ښاغلی روټ به د اکټوبر تر میاشتې چې انتخابات کیږي او نوی حکومت راځي، د سرپرست صدراعظم په توګه پخپلې دندې پاتې وي.

XS
SM
MD
LG