د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ کې انتخاباتي‌ نظر پوښتنې ښيي چې د 'اسلام ضد سیاستوال اکثریت رایې' ګټلې


د ویلدرز د انتخابي کمپاین یو شعار دا و چې ناقانونه کډوال به له هالنډ څخه شړي او سرحد به تړي.
د ویلدرز د انتخابي کمپاین یو شعار دا و چې ناقانونه کډوال به له هالنډ څخه شړي او سرحد به تړي.

په هالنډ کې د انتخاباتو د نتایجو په اړه نظر پوښتنې ښکاره کوي،‌ چې د اسلام ضد د ښي اړخ سیاستوال ګیریت ویلدز د «ازادۍ ګوند» پارلماني انتخابات ګټلي دي.

فرانس پرس اژانس دا پایله یوه «زلزله» بللې ده چې ټکانونه به یې د هالنډ له سرحدونو ور اخوا هم احساس شي.

د «اپسوس» په نوم د یوې تحقیقاتي ادارې د نظر پوښتنې نتیجه ښکاره کوي چې د ویلدرز ګوند په پارلمان کې ۳۵ څوکۍ ګتلې دي. مرکزي ښه اړخ ګوند ۲۳ او کیڼ اړخو بیا ۲۶ څوکۍ ګټلې دي.

که د ټاکنو نهايي پایلې هم همدا وي، دا به د ښي اړخ په لوري یو لوی حرکت وګڼل شي چې په اروپايي ټولنې کې تر یوې اندازې ورته د ډار په سترګه کتل کېږي. ویلدرز مخکې ویلي وو که بریالی شي، اروپایي ټولنې کې به د هالنډ د غړیتوب په اړه ټولپوښتنه کوي.

سره له دې چې د دغې نظر پوښتنې په اساس په ټاکنو کې بریالی ښودل کېږي، خو لا معلومه نه ده چې ایا هغه به د یو کارنده حکومت د جوړولو لپاره د پراخ ایتلاف په رامنځ ته کولو وتوانېږي که نه.

د هالنډ د دریو نورو مخکښو ګوندونو مشرانو ویلي دي چې د ویلدرز په مشرۍ ایتلاف کې به کار نکوي.

ویلدرز وویل: «زه په ټولو ګوندونو غږ کوم، موږ تراوسه په کمپاین اخته وو، اوس [انتخاباتي] کمپاین ختم شو او رایه ورکوونکو خبرې وکړې. اوس موږ باید له یو بل سره د توافق په لټه کې شو.»

هغه زیاته کړه: «د ۳۵ څوکیو په لرلو سره به نور د ازادۍ ګوند له پامه نه غورځول کېږي.»

د هغه د انتخابي کمپاین یو شعار دا و چې ناقانونه کډوال به له هالنډ څخه شړي او سرحد به تړي، ښکاري چې د هغه دا سخت دریځ د رایه اچوونکو نظر جلب کړی وي.

هغه ویلي‌ وو: «د هالنډ خلک هیله لري چې خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي او د پناه غوښتونکو او کډوالۍ دا سونامي دې کمه شي.»

ویلدرز ته د اسلام ضد سیاستوال په سترګه کتل کېږي او دی له هغه وروسته د ډېرو خلکو پام ځان ته واړوه چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د اسلام په ضد یو فلم خپور کړ.

هغه په تېرو ټاکنو کې هم په خپلو شعارونو کې ویلي و چې د «اسلام مخه ونیسئ» او همدغه راز یې په هالنډ کې د جوماتونو د بندولو ژمنې هم کړې وې، خو انتخاباتو کې یې اکثریت ونه ګاټه.

ګیریت ویلدرز همدغه راز څو کاله مخکې پلان لره چې د مسلمانانو د پیغمبر د کاریکاتور یو نندارتون هم جوړ کړي، خو په اسلامي هېوادونو کې یې په ضد مظاهرې وشوې او هغه بیا له خپل دغه پلان څخه تېر شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG