د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرت پر سر د اختلافاتو له کبله د هالنډ حکومت ړنګ شو


د هالنډ صدراعظم مارک روټ خپله استعفا د هیواد پاچا ته ورکړې او پدې سره ائتلافي حکومت ړنګ شو.
د هالنډ صدراعظم مارک روټ خپله استعفا د هیواد پاچا ته ورکړې او پدې سره ائتلافي حکومت ړنګ شو.

په هالنډ کې د صدراعظم مارک روټ په مشرۍ ائتلافي حکومت جمعه جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د مهاجرت ستونزې لپاره د حل لارو چارو پر سر د "نه حل کیدونکو" اختلافاتو له کبله ړنګ شو.

صدراعظم له خپلې دندې استعفا وکړه او ټاکل شوې چې د همدې روان میلادي کال د نومبر په میاشت کې نوي انتخابات وشي.

مارک روټ چې ۵۶ کاله عمر لري او په هالنډ کې یې تر ټولو اوږده واکمني کړې د اروپا یو تر ټولو ډیر تجربه لرونکی سیاستوال دی. هغه وویل چې د ائتلافي ګوندونو د مشرانو سره یې د کړکیچ د حل لپاره د څو ورځو خبرې اترې بې نتیجې وې.

د حکومت غړي د ښاغلي روټ هغه پلان په هکله موافقې ته ونه رسیدل چې هدف یې په هالنډ کې د پنا غوښتونکو سره د کورنیو د غړیو یو ځای کیدل محدودوي.

صدراعظم چې د مرکزي ښي اړخ VVD ګوند مشر دی د حکومت ائتلافي غړیو سره د خبرو څخه وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې د حکومت نور غړي د مهاجرت د پالیسۍ په هکله ډیر مختلف نظرونه لري.

هغه زیاته کړه، " له بده مرغه نن ماښام مونږ دې نتیجې ته ورسیدو چې اختلافات مو نه حل کیدونکي دي او له همدې کبله به زه لږه شیبه وروسته خپله استعفا د ټول حکومت په استازیتوب پاچا ته وړاندې کړم".

حکومت تائید کړې چې صدراعظم خپله استعفا پاچا ویلیم الکسندر ته ورکړې او ټاکل شوې چې په سیمه ایز وخت د شنبې په ورځ به ورسره وګوري.

دا د ښاغلي روټ د صدراعظمۍ پنځمه دوره وه. هغه ویلي انرژي لري چې د پنځمې دورې لپاره هم ځان کاندید کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې لومړی باید پدې هکله فکر وکړي.


په همدې حال کې د هالنډ د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې د نومبر میاشتې تر نیمایي وړاندې انتخابات نشي کولی او صدراعظم روټ ویلي چې د انتخاباتو تر کیدو پورې به د سرپرست حکومت مشري وکړي.

داسې ویل کیږي چې صدراعظم مارک روټ غوښتي و، هره میاشت باید دې هیواد ته د جګړې له کبله د راغلیو پنا غوښتونکو یوازې دوه سوو غړیو ته اجازه ورکړي چې د خپلو خپلوانو سره یو ځای شي خو د ChristenUnie او centre-left D66 ګوندونو د ښاغلی روټ د پلان سره مخالفت ښودلی.

ښاغلي روټ وروسته تر هغه د مهاجرت سره د مبارزې ژمنه وکړله چې د کډوالو په یو کمپ کې یو نوی زیږیدلی ماشوم مړ شو او سلګونه مهاجرین په زور اړ شوي و چې د شنه آسمان لاندې شپې او ورځې تیرې کړي.

د کرسچین یونين ګوند غړې او د صدراعظم مرستیالې کارولا شوتین وویل " کورنۍ او دا چې ماشومان باید د خپلو میندو او پلرونو سره غټ شي زمونږ لپاره یو اصلي ارزښت دی او څه چې پیښ شول، یوه سخته شیبه وه".

XS
SM
MD
LG