د لاس رسي وړ اتصالات

پزشکیان: ایران د تیري ځواب ورکولو حق لري


پداسې حال کې چې د یو شمیر اروپایي هیوادونو مشرانو له ایران غوښتي چې په اسرائیل باندې له برید کولو تیر شي، ددې هیواد نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان دوشنبه اګست ۱۲ ( زمري ۲۲) ویلي چې د "تیري ځواب ورکولو حق لري".

ښاغلي پزشکیان په یوې اعلامیې کې چې د ایرنا رسمي خبري اژانس خپره کړې د موضوعاتو لپاره په دیپلوماتیک حل ټینګار کړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې "ایران به فشارونو ته سر ټیټ نه کاندي".

د ایران جمهور رئیس ویلي چې هیواد یې د نړیوالو اصولو سره سم "تیري کوونکو ته د ځواب ویلو حق لري".

د ایرنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې پزشکیان دا څرګندونې د جرمني د صدراعظم اولف شولتز سره په ټیلیفون کې د خبرو څخه وروسته کړیدي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم د دوشنبې په ورځ د فرانسې، ایټالیا، جرمني او بریتانیې د مشرانو سره په ټیلیفون کې خبرې وکړلې او په یوې ګډې اعلامیې کې یې له ایران وغوښتل چې په اسرائیل له برید کولو څخه دې تیر شي.

دې مشرانو په ګډې اعلامیې کې ویلي که ایران په اسرائیل برید وکړي، د سیمې امنیت لپاره به ناوړه عواقب ولري.

سره لدې چې په راپورونو کې ویل شوي چې ایران ښایي په اسرائیل په راتلونکو ۲۴ ساعتونو برید وکړي، خو بل پلو بیا د اسرائیل د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي چې هیواد یې د "دا شان بریدونو" د مخنیوي لپاره چمتو دی.

بل پلو بیا د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګیلانت ویلي چې هیواد یې خپلې دفاعي چاري قوي کړي او "تعرضي لارې چارې " یې تنظیم کړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG