د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په روسیې کې پرمختللې بې پیلوټه الوتکې نندارې ته وړاندې کړي


د ایران رسمي خبري اژانس دوشنبه اګست ۱۲ (زمري ۲۲) ویلي چې دې هیواد په روسیې کې د دفاعي وسایلو په نندارتون کې د مهاجر -۱۰ په نامه بې پیلوټه یا ډرون پرمختللې الوتکې نندارې ته وړاندې کړیدي.

د متحده ایالاتو چارواکو په ایران تور پورې کړی چې د همدې بې پیلوټه الوتکو پخوانۍ بڼه ، مهاجر -۶ یې روسیې ته ورکړي او په اوکراین کې په جګړې کې ترې کار اخیستل کیږي خو ایران دا تورونه رد کړیدي.

د ایرنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې په مسکو کې د پوځ ۲۰۲۴ نړیوال نظامي – تخنیکي فورم کې د دې الوتکو پرمختللی سیستم نندارې ته وړاندې شو.

دا نندارتون د دوشنبې په ورځ پیل شو او ټاکل شوې چې تر چارشنبې پورې ادامه ولري.

ایران تیر کال د اګست په میاشت کې د مهاجر -۱۰ ډرون الوتکو په هکله جزیات خپاره کړل. ایراني چارواکي وایي د دې الوتکو د پرواز کولو ساحه ډیره ده او د ډیر بار وړلو توان هم لري.

یوه ویډیو چې په مسکو کې ددې الوتکو نندارې څخه ثبت شوې، د ایران په ډرون الوتکو په فارسي او هیبرو ( د اسرئیل ژبې) لیکل شوي، "خپلې سرپناوې مو چمتو کړئ".

ایراني رسنیو ویلي چې دا الوتکې تر ۲۴ ساعتونو پرواز کولی شي او ددې وړتیا لري چې تر ۲ زرو کیلو مټرو پورې واټن ووهي. په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې دا نوې الوتکې تر ۳ کیلو ګرامه پورې د وزن لیږدلو توان لري چې د مهاجر -۶ په پرتله یې د وزن لیږدولو وړتیا یې دوه چنده ده.

په مسکو کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو نندارې ته وړاندې کیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې په منځني ختیځ کې د جګړې پراخیدو ویره ځکه پیدا شوې چې په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله یو جګپوړي قوماندان ، فواد شُکر تر وژل کیدو وروسته ایران او په سیمې کې ګوډاګي ځواکونو یې ویلی چې ددې دواړو مشرانو بدل به اخلي.

واشنګټن په اوکراین کې د روسیې یرغل پیل کیدو راهیسې څو ځله د روسیې او ایران تر منځ د امنیتي همکارۍ پراخوالي په هکله خبرداری ورکړی.

تر دې وړاندې دوو اروپایي استخباراتي سرچینو ویلي و چې ایران ښایي په اوکراین کې د جګړې لپاره ژر سلګونه بالستیک وسلې چې د سټلایټ د لارې رهبري کیږي، روسیې ته ولیږدوي.

دې سرچینو دا هم ویلي و چې د روسیې د پوځ لسګونه پرسونل په تهران کې روزل کیږي چې څرنګه د فتح-۳۶۰ بالستیک توغندیو څخه کار واخلي.

دا توغندي لنډ واټن ویشتلی شي.

دې دوو استخباراتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي ویلي چې ګمان کیږي د روسیې د دفاع وزارت استازو تیر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۳ مې نیټې په تهران کې د ایراني چارواکو سره د فتح -۳۶۰ او ابابیل بالستیک توغندیو تر لاسه کولو لپاره قرارداد لاسلیک کړی وي.

دا توغندي په ایران کې د هوایي فضا صنعت سازمان په نامه شرکت جوړوي چې د ایران د حکومت ملکیت دی.

د اروپایي اتحادیې دې چارواکو چې د څو محرمو استخباراتي سرچینو حوالې یې ورکړي، ویلی چې په ایران کې د روسیې نظامي پرسونل دا زده کوي چې څنګه د فتح -۳۶۰ دفاعي سیستم سره بیل کړي.

دا توغندي کولی شي چې تر ۱۶۰ کیلو مټرو پورې واټن ووهي او ۱۵۰ کیلو ګرامه سرګلوله لري.

په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نظامي همکارۍ په ګډون، ایران د روسیې سره په بیلا بیلو برخو کې د اوږدې مودې ستراتیژیکې همکارۍ جوړې کړیدي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د " د اخلاقی نقطې نظره ایران د توغندیو په ګډون د هرې وسلې له لیږد ډډه کوي چې ممکن د اوکراین په شخړې کې به ترې کار واخیستل شي".

ایراني چارواکو دا هم ویلي چې دې هیواد په روسیې بې پیلوټه الوتکې او نور توغندي پلورلي دي خو پدې هکله څه نه وایي چې آیا دا توغندي او ډرون الوتکې په اکراین کې په جګړې کې کارول کیږي کنه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG