د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خبرداری: اسرائیل او متحدین دې دا اونۍ د ایران 'مهمې' حملې ته تیار وي


د اسرائیل تل ابیب ښار
د اسرائیل تل ابیب ښار

پداسې حال کې چې متحده ایالاتو دوشنبه اګست ۱۲ ( زمري ۲۲) په اسرائیل باندې د ایران د "ژر پیښدونکي" برید خبرداری ورکړی، د حماس ډلې ویلي چې سرتیرو یې د اسرائیل یو برمته شوی کس وژلی او دوه نور یې ټپي کړیدي.

د حماس یو ویاند ویلي چې برمته شوی تن د یو ساتونکي لخوا وژل شوی او دا یې د اسرائیل لخوا د فلسطینیانو د "قتل عام" غچ اخیستل بللي دي. دوه برمته شوې میرمنې په یوې جلا پیښې کې ټپي شوي هم دي.

د حماس لخوا په برمته شویو کسانو د دې برید کولو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبردرای ورکړی چې اسرائیل او متحدین یې باید د ایران "د مهمو حملو مجموعې ته چمتو اوسیږي".

ښاغلي کربي د برید جزیات ورنکړل او دا یې هم ندي ویلي چې په اسرائیل به د ایران برید څه ډول وي او نه یې هم کره نیټه په ډاګه کړه خو په خبري کنفرانس کې یې یوازې دومره وویل چې ښایي دا برید په همدې روانې اوونۍ کې وشي.

ایراني چاراکو په پرله پسې توګه خبرداری ورکړی چې په پایتخت تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه غچ به اخلي او دا یې هم ویلي چې په اسرائیل پخواني برید په پرتله به یې دا ځل بریدونه پیچلي او جدي وي.

په اسرائیل د ایران د برید خبردراي څخه یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن امر وکړ چې یوه بله امریکایۍ جنګي کښتۍ او په رهبري شویو توغندیو سمبال اوبتل دي منځني ختیځ ته واستول شي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا منځني ختیځ ته د دې اوبتل استول ایران ته یو پیغام دی او که نه د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر وویل، "بې له شکه".

جنرال رایډر د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل، "مونږ د پیغام استولو کوښښ کوو او هغه دا چې د وضعیت آرامول دي او دا چې د اسرائیل دفاع سره د ملاتړ او خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره غواړو په سیمې کې وړتیاوې ولرو".

په منځني ختیځ کې د جګړې پراختیا اندیښنو په هکله د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشبنه د بریتانیې، فرانسې، جرمني او ایټالیا د مشرانو سره په ټیلیفون کې وغږیده.

دې مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې کې د اوربند او ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو سره بشپړ ملاتړ وښود. دوي همدرانګه د ایران او "د ایران له ملاتړ برخمنو ترهګرو" بریدونو په مقابل کې د اسرائیل دفاع کولو سره ملاتړ څرګند کړ او له ایران یې وغوښتل چې په اسرائیل له برید کولو تیر شي.

بل پلو د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې ایراني سرتیري او وسلې د برید کولو موقعیتونو په لور د خوځیدو په حال کې دي. امریکایي چارواکو همدغه شان د وسلو او سرتیرو خوځښت د اپریل په میاشت کې په اسرائیل د ایران لومړي برید پر وخت هم لیدلي و.

سره لدې چې د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د اسرائیل د دفاع لپاره به د هر ممکن اقدام څخه کار واخلي خو بل پلو بیا د اسرائیل ددفاع وزیر ویلي چې د ایران لخوا د "بشپړې نظامي حملې" لپاره تیاری نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG