د لاس رسي وړ اتصالات

آسټن: امریکا د اسرائیل دفاع لپاره د 'ټولو ممکنه اقداماتو' کار اخلي


آرشیف
آرشیف

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن یکشنبه اګست ۱۱ ( زمري ۲۱) د خپل اسرائیلي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن به د اسرائیل د دفاع لپاره د ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

په یوې اعلامیې کې چې پنټاګان ددې خبرو څخه وروسته خپره کړې پکې ویل شوي چې ښاغلي آسټن د اسرائیل د دفاع وزیر یوواف ګلانت سره په خبرو کې په ټول منځني ختیځ کې د امریکا د نظامي وړتیا او چمتوالي د قوي کولو یادونه هم وکړله.

لیوډ آسټن امر کړی چې USS ABRAHAM LINCOLN په نامه ضربتي ډله چې په جنګي الوتکو سمباله ده، د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ د مسؤلیت سیمې ته دې خپل تګ چټګ کړي او پدې سره به په سیمې کې د امریکایي ځواکونو وړتیا چې له وړاندې د USS THEODORE ROOSEVELT جنګي کښتۍ لخوا غښتلې ده، لا غښتلې شي.

دا دواړه جنګي کښتۍ د الوتکو لیږدولو وړتیاوې لري.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر همدارنګه د مرکزي قوماندانۍ سیمې ته د یو اوبتل استولو امر هم کړی چې په رهبري شویو توغندیو سمبال دی.

متحده ایالات پداسې حال کې دا چمتوالی نیسي چې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو او همدغه راز په لبنان کې د اسرائیل په برید کې د حزب الله د یو مشر فواد شکر له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې د شخړې امکانات زیات شوي دي.

د حزب الله ډلې او ایران حکومت د هنیه او شکر د وژلو د غچ اخیستو ژمنې کړې دي.

د امریکا نوي پوځي امکانات منځني ختیځ ته د همدې میاشتې په سر کې رسیدلي دي چې د ایران او د دغه هېواد د نیابتي ډلو د احتمالي بریدونو په وړاندې د اسرائیل دفاع وکړي.

د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د رپټور اف-۲۲ جنګي الوتکې یې اګست اتمه منځني ختځ ته ورسېدې. دغې قومندانۍ د دغو جنګي الوتکو تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي ‌دي.

په خبر کې راغلي دي چې دا جټ الوتکې "په سیمه کې د متحدو ایالتونو په ځواکونو کې د تغیراتو یوه برخه ده چې د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له لوري په سیمه کې د احتمالي تشدد د زیاتوالي مخه" ونیسي.

د پنټاګون د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ خبریالانو سره په خبرو کې د دغه اقدام ننګه وکړه. هغې وویل "دوی یو ارزښتناک دفاعي چوکاټ کېدای شي." هغې وویل چې دا الوتکې نور امکانات زیاتوي چې قومندانانو ته ډېر انتخابونه په لاس ورکړي.

آسټن او ګلانت په ټیلیفوني خبرو کې په غزې کې د اسرائیل د عملیاتو په باره کې هم بحث کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG