د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ترکي الاصله امریکایۍ په لویدیځه غاړه کې وژل شوې


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۱۶) د اسرائیل له خوا په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د یوې امریکایی تبعه په وژنه خواشیني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د "ضرورت په صورت کې به" اقدام وکړي.

بلینکن د ډومینیکن جمهوریت ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "موږ پدې غمجنه ضایعه خواشیني یو" هغه د وژل شوې امریکایی ترکیې دوه ګونی تابعیت لرونکې آیسنور ایزګي ایګي، کورنۍ ته خپله "ژوره خواخوږي" وړاندې کړه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالات به د اسرائیل په وړاندې اقدام وکړي، بلینکن وویل: "لومړی شی دا چې - راځئ دقیقا معلومه کړو چې څه پیښ شوي او موږ به له هغې څخه اړینې پایلې او عواقب ترلاسه کړو."

هغه وویل: "کله چې موږ نور معلومات ولرو، موږ به یې شریک او خپاره کړو، او که اړتیا وي، موږ به یې په اړه عمل وکړو."

ښاغلي بلینکن وویل: "زه د امریکایی اتباعو د خوندیتوب او ساتنې څخه هر چیرته چې وي، بل لوړ لومړیتوب نه لرم."

فلسطیني مقاماتو ویلي چې آیسنور ایزګي ایګي، د لویدیځې غاړې په بیتا ښارګوټي کې د اسرائیلي میشت ځایونو پر ضد د مظاهرو پر مهال د اسرائیلي پوځیانو له خوا په ډزو وژل شوې ده.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په دې اړه تحقیقات کوي او منلې یې ده چې ځواکونو یې ډزې کړي او ویلي یې دي چې دا کار یې د "تاوتریخوالي ډک فعالیت" په غبرګون کې کړی.

سپینې ماټۍ هم دې پیښې ته په غبرګون کې ویلي: "موږ نن په لویدیځه غاړه کې د یوې امریکایی آیسرنور ایګزي ایګي د غمجنې مړینې له امله ژور خفه یو او زموږ زړونه د هغې د کورنۍ او خپلوانو سره دي. موږ د اسرائیل له حکومت سره اړیکه نیولې ترڅو نور معلومات وغواړو او د پیښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG