د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: په غزه کې یواځې پوځي چلند د حل لار نده


د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د جمعې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي ۲۷) وویل چې په غزه کې د حماس سره د اسرائیل په جګړه کې یواځې پوځي چلند د حل لار نده.

بایربوک په تل ابیب کې د اسرائیل د بهرنیو چارو له وزیر اسرائیل کاتز سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، "تېرې اونۍ په څرګنده ډول وښودله چې خالص پوځي چلند د غزې د وضعیت د حل لاره نه ده."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ظاهراً د هغو شپږو یرغمل شویو کسانو د جسدونو موندلو ته اشاره کړې چې تېره اونۍ په رفح کې وموندل شول.

د دغو شپږو یرغمل شویو کسانو مړینه د اسرائیل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو باندې د داخلي فشار لامل شوی چې له حماس سره د اوربند او د پاتې یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه یوې موافقې ته ورسېږي. اسراییل او د حماس ډلې په تیره اونۍ کې په یو بل د خبرو اترو د ځنډولو تورونه ولګول.

انا لینا بایربوک نه یوازې د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې اوربند باید "همدا اوس" ترسره شي، بلکې هغې د لویدیځې غاړې په اړه د اسرائیلي مقاماتو د جګړییزو څرګندونو سره هم مخالفت څرګند کړ، چیرته چې اسرائیلي پوځ د اګست په ۲۸ برید وکړ چې په کې لږترلږه ۳۶ کسان ووژل شول.

په دې ترڅ کې، د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر، چې یو سخت دریځه ښي اړخه سیاستوال ګڼل کیږي، د جمعې په ورځ د ایکس په ټولنیزه رسنۍ په یو پیغام کې له نتنیاهو څخه وغوښتل چې په لویدیځه غاړه کې د حماس "او نورو ترهګرو سازمانونو" ماتې په لویدیځه غاړه کې د جګړې په اهدافو کې شامل کړي.

دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل: "کله چې د اسرائیل د حکومت غړي پخپله د غزې په لویدیځه څنډه کې ورته چلند غواړي، دا په حقیقت کې هغه څه دي چې د اسرائیل امنیت له خطر سره مخامخ کوي."

د بایربوک دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې د جرمني پولیسو په مونیخ کې د اسرایئیل پر کونسلګرۍ د یوه "ترهګریز برید" په هڅه کې یو سړی وواژه. دا پیښه د ۱۹۷۲ کال د المپیک لوبو کې د ډله ایزې وژنې په کلیزه کې وشوه.

د تور سپتمبر په نوم د یوې فلسطیني ادارې غړو چې ځان یې د فلسطین د پخواني مشر یاسر عرفات ملاتړي ګڼل، د ۱۹۷۲ کال د سپټمبر په پنځمه د مونیخ د المپیک د لوبو پر مهال د شپې له خوا د اسرائیل د ملي ټیم د اوسیدلو پر ځای برید وکړ او د ټیم غړي یې یرغمل کړل. په پای کې د برید کوونکو او جرمني پولیسو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې اته یرغمل شوي اسرائیلي ورزشکاران او یو جرمني پولیس ووژل شول.

د "تروریستي برید" د ترسره کولو لپاره ددغې هڅې په اړه، بایربوک وویل چې هغه د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر کټز سره خپل "ژور او بشپړ پیوستون" څرګند کړی دی.

هغې زیاته کړه: "دا یو وحشتناک وضعیت دی. دا زموږ لپاره یوه ناوړه شیبه ده، په ځانګړې توګه د میونخ د ۱۹۷۲ کالیزې په وخت."

ددې مطلب ځنې برخې د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG