د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر اسرائیل د وسلو د خرڅلاو بندیز پریکړه لېک تصویب کړ


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې ۴۷ غړي لري، ۲۸ غړو یې د دغه پرېکړه لیک ته موافقه رایه ورکړه، شپږو غړو یې مخالفې او ۱۳ غړو بیا ممتنع رایې ورکړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې ۴۷ غړي لري، ۲۸ غړو یې د دغه پرېکړه لیک ته موافقه رایه ورکړه، شپږو غړو یې مخالفې او ۱۳ غړو بیا ممتنع رایې ورکړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جمعې په ورځ، اپریل ۵ (وري ۱۷مه) د غزې په جګړه کې د "نسل وژنې" خبرداریو ته په کتو سره چیرې چې له ۳۳ زره څخه زیات کسان پکې وژل شوي، د یو پرېکړه په تصویبولو سره پر اسرائیل د وسلو د خرڅلاو د بندیدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې ۴۷ غړي لري، ۲۸ غړو یې د دغه پرېکړه لیک ته موافقه رایه ورکړه، شپږو غړو یې مخالفې او ۱۳ غړو بیا ممتنع رایې ورکړې. دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا د کلابند شوي فلسطین د تر ټولو خونړۍ جګړې په اړه دریځ خپل کړ.

په ژنیو کې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر میرو ایلون شهر، دا پریکړه لیک "د بشري حقونو شورا او په ټوله کې د ملګرو ملتونو لپاره "داغ" وباله.

په پریکړه لیک کې د نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي چې "اسرائیل ته د وسلو ، مهماتو او نورو پوځي تجهیزاتو پلور او لیږد بند کړي ... ترڅو د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو مخنیوی وشي."

د جمعې د ورځې پریکړه لیک، چې د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي) د ټولو غړو هیوادونو په استازیتوب د پاکستان لخوا وړاندې شوی و، پکې "د سمدستي بیړني بشري مرستو د لاسرسي لپاره" غوښتنه شوې ده. البانیا چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړی دی، د دغه پریکړه لیک ملاتړ نه دی کړی.

'دا نسل وژنه بنده کړئ'

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د فلسطین استازی، ابراهیم محمد خریشي له رای ورکولو مخکې دغه شورا ته په وینا کې وویل: " له تاسو غواړو چې په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره چې په ټوله نړۍ کې له ټلویزیون څخه خپریږي، دغه پریکړه تصویب کړئ."

بلخوا په ورته وخت کې د اسرائیل سفیرې د شورا غړو ته وویل چې دغه پریکړه لیک ته" مثبته رایه، حماس ته رایه ده."

د اسوشېټیډ پرس د خبر له مخې امريکا، جرمني او يو شمېر هېوادونو له دغه پرېکړه ليک سره مخالفت وکړ. اسوشېټېډ پرېس د دغو هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا سفیرې، میشل ټیلر ومنله چې "په دې جګړه کې [ د غزې په جګړه کې] ډیر ملکي وګړي وژل شوي او د هر ملکي وګړي مړینه یوه تراژیدي ده. " نوموړې زیاته کړه چې: "اسرائیل د ملکي مرګ ژوبلې د کمولو لپاره کافي کار نه دی کړی".

خو هغې وویل چې واشنګټن نشي کولی د هغه متن ملاتړ وکړي چې د هغې په وینا، د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو په غندلو کې د ماتې په ګډون، "ډیرې ستونزمنې مادې" پکې شاملې دي.

د بشري حقونو په شورا کې د جمعې ورځې رایې ګیري وروسته له هغې وشوه، چې تیره اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د واشنګټن د ممتنع رايې په مرسته، د اوربند د غوښتنې یو پریکړه لیک تصویب کړ.

پر اسرائیل د وسلو د بندیز پریکړه لیک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پداسې حال کې تصویب کیږي، چې د اسرائيل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري۱۶) وویل چې په موقت ډول به اجازه ورکړي د دغه هېواد د شمالي سرحد له لارې غزې ته بشري مرستې ولېږدول شي.

د امریکا ولسشمر جو بایدن په یوې تیلیفوني مکالمې کې نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و که په غزې کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره اقدام ونه کړي، د اسرائیل په اړه به خپله تګلاره بدله کړي.

د نتنیاهو دفتر ویلي‌ دي چې د 'اسدود' د بندر او 'ایرز' د سرحد له لارې به بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته انتقال شي. اعلامیه وايي دا کار به بشري مرستې زیاتې او دغلته د بشري بحران مخه ونیسي، خو اسرائيل ټېنګار کوي چې دا اقدام به د جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې دوام تضمین کړي.

د حماس او اسرائیل تر منځ تر ټولو خونړۍ جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو پر اسرائیل برید وکړ او د اسراییلي چارواکو په وینا، د حماس جنګیالیو۱۱۶۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو او څه باندې ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د دې برید په غبرګون کې له هغه وخت راهیسې اسرائیل په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي او دغه سیمه یې په بشپړه توګه کلابنده کړې ده.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائیل په خوابیه او غچ اخیستونکې بریدونو په پایله کې، تر اوسه پورې شاوخوا ۳۳ زره فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG