د لاس رسي وړ اتصالات

ولکر ترک: د افغان میرمنو د وضعیت سمبالول باید لومړیتوب ولري


د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې سرغړونې د ډېر تاسف وړ بللي دي.

ولکر ترک د دوشنبې په ورځ مارچ څلورم (کب ۱۴) د دغې شورا یوې غونډې ته په وینا کې، په افغانستان کې په روان بشري وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغان میرمنو او نجونو حقونو پرمخ وړل باید د ټولو هغو کسانو په کاري لومړیتوبونو کې شامل وي چې د افغانستان په اړه او یا هم په دغه هیواد کې کارکوي.

ولکر ترک وویل: "زه په افغانستان کې د بشري حقونو څخه پرله پسې او سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د هراړخیزو سرغړونو له امله چې هغوی د عامه ژوند په هره برخه کې د منځنۍ او ثانوي دورې د زده کړ، کار او حرکت په ګډون محرمې شوي تاسف څرګندوم".

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر په خپلو څرګندونو کې د مدني ټولنې د افغان فعالانو او خبریالانو په وړاندې د محدودیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې مدني ازادۍ او د رسنیو ازادۍ په ژوره توګه محدودې شوي دي او زیات شمیر ښځې، د بشري حقونو مدافعان او خبریالان د خپلسر نیونو سره مخ دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې د اعدامونو د لړۍ د پیلیدو یادونه وکړه او دا کړنې یې وحشتناکې وبللې.

ترک وویل: "زه د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري ډول د افغانانو په ایستلو په ځانګړي ډول هغوی چې په افغانستان کې د ځورونې، شکنجې او نورو نه جبرانیدونکو زیانونو سره مخ دي اندیښمن یم".

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ددغې شورا ۵۵مې غونډې ته په وینا کې د افغانستان سربیره ددغه هیواد د دریو ګاونډیو ایران، پاکستان او چین په ګډون د نړۍ په ګڼو هیوادونو په ځانګړي ډول فلسطین او غزه کې د روان وضعیت او د اوکراین او نورو جګړه ځپلو هیوادونو کې د بشري وضعیت پر وړاندې د سرغړونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغو جګړو د خلکو ژوند د ډیرو ناخوالو سره مخ کړی، اقتصادی وضعیت یې خراب کړی چې د بشري حقونو د سرغړونو سبب شوي دي.

ترک ددغو څرګندونو دمخه همدې غونډې ته افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په خپل راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې طالبانو سره تعامل کې دې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

ریچارډ بنیټ د فبرورۍ ۲۹ (کب لسم) په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په تړاو د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال ویل چې په دغه هیواد کې د طالبانو د اقداماتو له امله ښځې او نجونې له عام ژوند څخه څنډې ته شوي دي.

بنیټ په افغانستان کې بنسټیز شوي سیستماتیک او په پراخه بڼه د جنسیت پربنسټ تبعیض بې مثاله وګڼه او ویې ویل چې اوس دا حالت د جنسیت ځورونې توجیه کولو کچې ته لوړ شوی چې "جنسیت پر بنسټ تبعیض"په توګه مشخص شوی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د کار پر مهال د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو خپلسر نیولو او په بند کې د اچولو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د طالبانو له خوا په خپلسر د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو نیولو په دغه هیواد کې له وړاندې تنګه شوې مدني فضا دغو فعالانو لپاره څوک چې لا هم پاته دي نوره هم تنګه کړې ده.

ښاغلي بنیټ وویل: "زه د زیات شمیر افغانانو اندیښنې شریکوم، کوم چې د اندیښنې وړ پرمختګونو سره سره د نړیوالې ټولنې د برخې ځینې یې داسې ښکاري چې د حاکمو مقاماتو (طالبانو) سره د اړیکو عادي کیدو په لور پرمخ درومي".

هغه وویل چې دا ډیره مهمه ده چې نړیواله ټولنه د اړیکو عادي کیدو په برخه کې ثابت قدمه اوسي او په دې برخه کې خپل اقدامات د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ پرمختګ د اړتیا پورې مربوط کړي.

بنیټ وویل چې که داسې ونشي نو په دې صورت کې به د اندیښنې وړ یو پیغام د ښځو د حقونو د ژمنو په اړه هرې خوا ته واستول شي. هغه د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا عالي کمیشنر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي راپور ته غبرګون ښودلی او د هغه راپور یې د طالبانو د حکومت پرخلاف د پروپاګند یوه هڅه ګڼلې وه.

ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " که نه د پخوا په نسبت ټول افغانان ښځې او نارینه په مراتبو، فزیکي، مالي او روحی مصئونیت لري، څوک د چا په حق تجاوز نشي کولای، هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG