د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو خبرداری: د طالبانو پالیسۍ د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض بنسټیز کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کارپوهانو په یو خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت او په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې مخ په زیاتیدونکي ډول ګواښونو ته په کتنې ویلي دغه وضعیت ددې غوښتنه کوي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت پر ضد د جرم په توګه وپیژندل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سه شنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۲۰ (حوت اول) په یوه خبرپاڼه کې ددغې شورا د کارپوهانو له قوله ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت پر ضد د جرم په توګه پیژندل به کیدای شي اوږد وخت ته اړتیا ولري.

دغو کارپوهانو ویلي: " د جنسیت پر بنسټ تبعیض یوازې د تیوري یا قانوني جوړښت نه دی، بلکې یو حقیقي ګواښ او په نړۍ کې د میلیونونو ښځو او نجونو د ژوند یو تریخ حقیقت دی – یو حقیقت چې اوس مهال په صریح ډول په نړیوال قانون کې نه دی تدوین شوی ".

همداشان دغو کارپوهانو ویلي چې دولتي قوانین، پالیسۍ او میتودونه چې ښځې په سخت ډول د نابرابرۍ شرایطو او ظلم ته په اغیزمن ډول د هغوی د بشري حقونو له منځه وړلو په نیت تنزیل ورکوي او په ډیره اصلي بڼه د تبعیض سیستمونه منعکس کوي.

دغو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودلو لپاره د طالبانو د حکومت فرمانونه، پالیسۍ او کړنلارې چې د بنسټیز شوي سیستم له مخې ترسره کیږي تبعیض، ظلم او پرښځو او نجونو باندې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د جنسیت پر بنسټ تبعیض ګڼل کیدای شي.

دغو کارپوهانو ویلي: " د طالبانو قوانین د جنسیت پر بنسټ تبعیض تنظیموي چې نړیوال قانون کې په ځانګړي ډول په عاجله توګه دا به نړیوالې ټولنې ته ددې اجازه ورکړي چې پر افغان میرمنو او نجونو باندې د طالبانو د رژيم له خوا د بریدونو مسله په ښه ډول وپیژني او ورته حل لارې ومومي چې دا د څه لپاره دي".

دغو کارپوهانو ویلي چې یوازې د تبعیض چوکاټ کولی شي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ کیدونکی تبعیض نیت او مفکوره او بنسټیز کیدل په بشپړ ډول واضح کړي.

دغو کارپوهانو بشریت پر وړاندې د جرمونو د مخنیوي او ورته د سزا ورکولو د مسودې په دوییمه ماده کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت ضد د جرم په توګه د ځای ورکولو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د شپږمې کمیټې له خوا تر غور لاندې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دغو کارپوهانو په نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د پالیسو د اغیزو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیره اونۍ د دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې طالبان په ټوله نړۍ کې د سخت ډاروونکي بشري وضعیت مسئول وګڼل او ويې ویل چې د عامه ژوند څخه د ښځو څنډې ته کول چې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوي د دغه هیواد راتلوونکې له خطر سره مخ کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خوا د فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) په دغه ګډه خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې په ناسم بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو لپاره د طالبانو د پالیسو په دوام باندې ژوره اندیښنه ښودل شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "پر ثانوي دوره او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز او همدارنګه په غیرحکومتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز د سیستماتیک تبعیض ډیرغوره مثالونه دي. سخت قوانین چې د ښځو د حرکت د ازادۍ څخه سرغړونه ده او په عامه ژوند کې ښځې او نجونې له ګډون څخه منع کوي، په خپلسر د ښځو نیول او جبري ودونو قضیې د ښځو او نجونو د حقونو څخه ښکاره انکار دی".

په دې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو وروستۍ څپې ته هم اشاره شوې او په عاجل ډول یې د نیول شویو ښځو او نجونو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د کارپوهانو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې حکومت یې د اسلامي شرعیت له مخې د ښځو او نجونو ټولو حقونو ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG