د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش: د افغانستان د ښځو او نجونو په کار او زدکړو  ظالمانه بندیز دې لغوه شي


د ملګرو ملتونو عمومي‌منشي انتوني ګوتېرش
د ملګرو ملتونو عمومي‌منشي انتوني ګوتېرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش ویلي دي چې د افغانستان د ښځو او نجونو په کار او زده کړو باندې «ظالمانه» بندیز باید لېرې شي.

ګوتېرش، چې په قطر کې د افغانستان په اړه د غونډې کوربه و، د خپل ایکس په حساب کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو په سختو محدودیتونو او تګلارو انتقادونه کړي دي.

هغه لیکلي دي: «ښځې او نجونې باید دا توان ولري چې د ژوند په هره برخه کې کامل او بامفهوم مشارکت ولري- د ښوونځیو له څوکیو څخه نیولې د تصمیم نیونې تر څوکیو پورې.»

طالبان چې له شاوخوا دوو کالونو راهېسې بیا په افغانستان کې حاکم شوي‌ دي، په ښځو او نجونو یې کلک بندیزونه لګولي دي او تر شپږم ټولګیو پورته یې د نجونو زده کړې او په ادارو کې د ښځو کار بند کړي دي. همدغه راز، پارکونو او نورو سیمو ته یې په ازاد تګ راتګ هم محدودیت لګولی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان اوسني بشري او اقتصادي‌ وضعیت ته په اشارې ویلي چې د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس مرستو ته ضرورت لري او دوی د اړتیا وړ «څه کم درې سلنه مرستې» په لاس کې لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي تېره ورځ د دوحې غونډې په پای کې وویل چې غونډه «زیاته مثمره» او با نتیجې وه او د طالبانو نه ګډون دې غونډې ته هېڅ زیان رسولی نه دی.

نوموړي‌ وویل: «موږ د یو سوله ایز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري.»

نوموړي په خپل ایکس کې همدغه راز د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې «د امنیت د ښه والي، فساد د کموالي او د کوکنار نه کرلو» مسئلې ته هم اشاره کړې ده خو ویلي یې دي چې «ډېر نور کارونه پاتې دي چې باید ترسره شي.»

هغه ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید فشار راوړي چې د ټولو افغانانو د حقونو او اړتیاو مسائیل د طالبانو په لومړیتوب کې وشمېرل شي‌.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG