د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور پروپاګند بللی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابیدو په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ وروستي راپور ته په غبرګون کې دا راپور د خپل حکومت پرخلاف د پروپاګند هڅه بللې ده.

ذبیح الله مجاهد د جمعې د ورځې ناوخته مارچ اول (کب ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان کې د پخوا پرتله ښځې او نارینه په مراتبو د زیات فزیکي، مالي او روحي مصونیت څخه برخمن دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې چې په دغه هیواد کې د طالبانو د اقداماتو له امله ښځې او نجونې له عام ژوند څخه څنډې ته شوي او په عمومي ډول د افغانانو بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

ښاغلي بنیټ وویل: " ښځې او نجونې د عامه ژوند څخه لیرې شوي، سوله ییز مخالفت نه زغمل کیږي، تاوتریخوالی او د تاوتریخوالي ګواښ د خلکو د کنټرول او د ویرې د خپرولو لپاره د معافیت د فرهنګ سره کارول کیږي".

ذبیح الله مجاهد ویلي: " د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنټ راپور بیا هم د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) په وړاندې د پروپاګند کولو هڅه ده. کنه د پخوا په نسبت ټول افغانان ښځې او نارینه په مراتبو، فزیکي، مالي او روحی مصئونیت لري، څوک د چا په حق تجاوز نشي کولای، هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي".

ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په تړاو په خپل راپور کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي په اقداماتو کې د زیاتیدو یادونه وکړه او ویې ویل چې په دې اقداماتو کې د طالبانو له خوا په سختې سره د جامو د اغوستلو د پلي کولو اقدامات هم شامل دي.

ښاغلي بنیټ وویل: " هلته د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدامونه، جسمي او فزیکي سزاګانې ترسره کیږي او د رژیم د مخالفانو په خپلسر (له قانون بهر) د وژنو، بې درکه کیدو او شکنجې په اړه د اعتبار وړ رپوټونه شته دی. هغوی د تبعیضي چلند او ټولنه کې لکه د هزارګانو څنډې کیدو سره مخ دي".

ریچارډ بنیټ په افغانستان کې بنسټیز شوي سیستماتیک او په پراخه بڼه د جنسیت پربنسټ تبعیض بې مثاله وګڼه او ویې ویل چې اوس دا حالت د جنسیت ځورونې توجیه کولو کچې ته لوړ شوی چې "جنسیت پر بنسټ تبعیض"په توګه مشخص شوی دی. هغه وویل چې په دې اړه به نور معلومات د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې په راپور کې خپاره کړي.

ښاغلي بنیټ وویل: " زه د شپږم ټولګي څخه پورته د ښځو او نجونو پر زده کړو پر بندیز او په غیر دولتي موسسو او ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو پر کار په بندیز باندې ډیر خواشینی یم".

ریچارډ بنیټ په خپل راپور کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبانو سره تعامل کې دې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي بنیټ وویل: " زه د زیات شمیر افغانانو اندیښنې شریکوم، کوم چې د اندیښنې وړ پرمختګونو سره سره د نړیوالې ټولنې د برخو ځینې یې داسې ښکاري چې د حاکمو مقاماتو (طالبانو) سره د اړیکو عادي کیدو په لور پرمخ درومي".

هغه وویل چې دا ډیره مهمه ده چې نړیواله ټولنه د اړیکو عادي کیدو په برخه کې ثابت قدمه اوسي او په دې برخه کې خپل اقدامات د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ پرمختګ د اړتیا پورې مربوط کړي.

هغه وویل چې که داسې ونشي نو په دې صورت کې به د اندیښنې وړ یو پیغام د ښځو د حقونو د ژمنو په اړه هرې خوا ته واستول شي. هغه د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG