د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا: که جنوبي کوریا یا امریکا راباندې برید وکړي، اتومي وسلې کاروو


د شمالي کوریا مشر له خپلو پوخي مشرانو سره
د شمالي کوریا مشر له خپلو پوخي مشرانو سره

د شمالي کویا مشر کیم جون اون وايي که جنوبي کوریا او یا متحده ایالتونه یې پر خاورې برید وکړي، ځواکونه به یې له ځنډ پرته له اتومي وسلو څخه کار واخلي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ کی ‌سي ‌ان ‌ای د دغه هېواد ولسمشر له قوله لیکلي دي: «که دښمن... د دغه هېواد پر حاکمیت د تجاوز لپاره د وسله وال ځواک څخه د استفادې هڅه وکړي،» پیونګ یانګ چې هر څه په واک کې لري، کار به ترې واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې جنوبي کوریا په همدې اونۍ کې پوځي رسم ګذشت وکړ او ولسمشر یې یون سوک یول ګواښ وکړ که شمالي کوریا له اتومي وسلې څخه کار واخلي، «رژیم به یې نابود» شي. هغه وویل که شمالي کوریا دا کار وکړي، «زموږ او د متحدو ایالتونو د پوځ» له غوڅ او ګډ غبرګون سره به مخامخ شي.

خو د شمالي کوریا ولسمشر د جنوبي کوریا ولسمشر «ګوډاګی» او «‌غیرنورمال» شخص یاد کړ.

جنوبي کوریا اتومي وسلې نه لري، خو د متحدو ایالتونو تر اتومي چتر لاندې دی. څو اونۍ مخکې د شمالي کوریا ولسمشر د خپل هېواد د یوریانیمو د بډا کولو د یوې بټۍ تصویرونه خپاره کړل او د لا تقویت لپاره یې د نورو سنترفیوژنونو غوښتنه وکړه.

پیویانګ یانګ په ۲۰۰۶ کال کې د اتومي وسلو ازموینه وکړه او لا هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی. دغه هېواد تر دې مخکې هېڅکله هم د خپلو اتومي وسلو د بډا کولو په اړه معلومات نه وو خپاره کړي.

د شمالي‌ کوریا او جنوبي کوریا روابط ډېر خراب دي او شمالي کوریا ویلي دي‌ چې په ګډ سرحد کې یې ۲۵۰ بالستیک میزایل ځای په ځای کړي دي.

پیویانګ یانګ سیول خپل اصلي‌ دښمن ګڼي او وايي چې شمالي‌ کوریا یو اتومي ځواک دی او هېڅکله به دا ځواک له لاسه ور نه کړي.

چین او روسیه د شمالي کوریا کلک متحدین دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG