د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ادعا کوي ګڼ شمیر سرګلولې یې په کامیابۍ آزمایلي دي


آرشیف
آرشیف

په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو په سیمه ایز وخت پنجنشنبه جون ۲۷ ویلي چې د دې هیواد پوځ یوه مهمه آزموینه په کامیابۍ سره کړې چې هدف یې د داسې توغندیو جوړول دي چې په یو وخت کې څو سرګلولې لیږدولی شي.

د دولتي مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې پدې آزموینې کې د منځني او اوږد واټن بالاستیک توغندي وار شوي چې د جامدو سون موادو څخه پکې کار اخیستل شوی.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې توغندیو وکړی شو چې سرګلولې په هوا کې سره بیلې کړي او د دریو اهدافو په لور وتوغول شوې چې له مخکې ټاکل شوي و.

د دې آزموینې څخه یوه ورځ وړاندې د جنوبي کوریا پوځ وویل چې شمالي کوریا لږ غږ چټک توغندي د ختیځ ساحل څخه وار کړي چې په هوا کې چاودلي وو.

د دولتي مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې د دې تازه آزموینې هدف دا و چې د دې توغندیو وړتیا خوندي شي او انفرادي اهداف په څو سرګلولو له منځه یوسي.

جنوبي کوریا، متحده ایالاتو او جاپان د شمالي کوریا دا آزموینې غندلي، جدي ګواښ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پریکړه لیکونو څخه یې سرغړاونه بللې ده.

دې هیوادونو پداسې حال کې د نورې پارونې خبرداری ورکړی چې تیره اووني د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره وکتل.

ښاغلي پوتین پدې غونډې کې چې د جون په ۲۰ مې شوې وه، ویلي و چې شمالي کوریا ته د وسلو استول نه ردوي. واشنګټن د هغه دا خبرې اندېښمن کوونکې بللې دي.

پوتین تر غونډې وروسته وویل، هغوی چې دا (میزایلونه اوکراین) ته استوي، فکر کوي له موږ سره نه جنګېږي،‌ خو ما وویل... په داسې یو حالت کې، د هغو تړونونو په اساس چې له شمالي کوریا سره یې لرو، موږ حق لرو چې د نړۍ نورو سیمو ته وسلې ولېږو."

جنوبي کوریا د روسیې او شمالي کوریا دا تړون د اندېښنې وړ بللی او یو لوړ پوړي مقام یې ویلي دي چې هغوی به اوکراین ته د وسلو د مستقیم نه استولو په مسئلې له سره غور وکړي.

دا په تیرو ۲۴ کالونو کې شمالي کوریا ته د پوتین لومړی سفر و او د دوه اړخیزې دفاع تړون یې لاسلیک کړ چې د شمالي کوریا مشر اتحاد بللی خو د جنوبي کوریا جمهور رئیس یون سوک یوول بیا ویلي چې د ګډوډۍ پیدا کیدو سبب به شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG