د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ته ځواک ښودلو لپاره د امریکا الوتکې لیږدونکې کښتۍ جنوبي کوریا ته ورسیده


د متحده ایالاتو یوه الوتکې لیږدونکې کښتۍ چې په اتومي برېښنا سمباله ده شنبه جون ۲۲ ( چنګاښ ۲) د نظامي تمریناتو لپاره جنوبي کوریا ته په داسې حال کې ورسیده چې واشنګټن او سیول د شمالي کوریا لخوا متوجه ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره نظامي تمرینات چټک کړي.

د امریکا دې جنګي کښتۍ رسیدو څخه یوه ورځ وړاندې جنوبي کوریا په دې هیواد کې د روسیې سفیر ورغوښتی و چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر منځ په شوي تړون خپل اعتراض څرګند کړي چې په همدې روانې اوونۍ کې پرې موافقه وشوه.

پدې تړون کې ښاغلي کیم او ښاغلي پوتین د جګړې پر مهال د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ ژمنه وکړله.

جنوبي کوریا ټینګار کوي چې د مسکو او پیونګ یانګ تر منځ دا تړون یې امنیت ته ګواښ دی او خبرداری یې ورکړی چې ددې تړون په ځواب کې به اوکراین ته وسلې واستوي چې د روسیې د یرغل په مقابل کې ترې کار واخیستل شي – داسې اقدام چې د مسکو سره به د سیول اړیکې خرابې کړي.

خو د ورسیې مشر ښاغلي پوتین ویلي چې جنوبي کوریا باید د شمالي کوریا اوروسیې د تړون په اړه اندېښنه ونه لري، او په عین حال کې یې خبرداری ورکړی که جنوبي اوکراین ته وسلې ولېږي، "دا به یوه لویه تېروتنه" وي او باید دا کار ونه کړي.

متحدو ایالاتو هم د روسیې له لوري شمالي کوریا ته د وسلو د استولو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې د کوریا ټاپو بې ثباته کولای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر خبریالانو ته وویل، "دا فوق العاده اندېښمن کوونکی دی... او ممکن د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پرېکړه لیکونو، چې روسیه یې په خپله ننګه کوي، خلاف وي."

پوتین ویلي دي‌ چې شمالي کوریا ته د وسلو استول د لویدیځ له لوري اوکراین ته د وسلو له استولو وروسته کېږي.

شمالي کوریا او روسیه له پخوا راهېسې نژدې ملګري‌ دي،‌خو په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته د دوی روابط نور هم قوي شوي.

د متحدو ایالتونو مقامات وايي چې شمالي کوریا د بالستیکي میزایلو په ګډون روسیې ته یو لړ وسلې ورکړې دي، خو هغه هېواد دا خبره ردوي.

د جنوبي کوریا، جاپان او متحده ایالاتو د دفاع وزیرانو د روانې جون میاشتې په سر کې په سنګاپور کې تر غونډې وروسته پدې نظامي تمریناتو موافقه کړې وه چې په هوا، سمندر او سایبري فضا کې د دریو واړو هیوادونو عملیاتي چمتوالي لپاره کیږي.

د Theodore Roosevelt په نامه جنګي کښتۍ پدې نظامي تمریناتو کې برخه اخلي چې په همدې میاشت کې پیلیږي خو د جنوبي کوریا پوځ تر اوسه ددې نظامي تمریناتو جزیات ندي په ډاګه کړي.

خو پوځ یوازې همدومره ویلي چې د متحده ایالاتو دې جنګي کښتۍ رسیدل د متحدینو قوي دفاعي چمتوالی څرګندوي او د شمالي کوریا ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره "جدي لیوالتیا" ښیي.

د امریکا دې جنګي کښتۍ څخه تقریباً اووه میاشتې وړاندې د USS Carl Vinson په نامه د امریکا یوه بله جنګي کښتۍ هم شمالي کوریا ته د ځواک ښودلو لپاره د جنوبي کوریا اوبو ته رسیدلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG