د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: شمالي کوریا ته د وسلو استول نه ردوم


د شمالي کوریا او روسیې مشران
د شمالي کوریا او روسیې مشران

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (جوزا۳۱) وویل چې شمالي کوریا ته د وسلو استول نه ردوي. واشنګټن د هغه دا خبرې اندېښمن کوونکې بللې دي.

پوتین وویل: «هغوی چې دا (میزایلونه اوکراین) ته استوي، فکر کوي له موږ سره نه جنګېږي،‌ خو ما وویل... په داسې یو حالت کې، د هغو تړونونو په اساس چې له شمالي کوریا سره یې لرو، موږ حق لرو چې د نړۍ نورو سیمو ته وسلې ولېږو.»

جنوبي کوریا د روسیې او شمالي کوریا دا تړون د اندېښنې وړ بللی او یو لوړ پوړي مقام یې ویلي دي چې هغوی به اوکراین ته د وسلو د مستقیم نه استولو په مسئلې له سره غور وکړي.

پوتین وویل چې جنوبي کوریا باید د شمالي کوریا اوروسیې د تړون په اړه اندېښنه ونه لري، خو خبرداری یې ورکړ که جنوبي اوکراین ته وسلې ولېږي، «دا به یوه لویه تېروتنه» وي او باید دا کار ونه کړي.

متحدو ایالیتونو د روسیې له لوري شمالي کوریا ته د وسلو د استولو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې د کوریا ټاپو بې ثباته کولای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر خبریالانو ته وویل: «دا فوق العاده اندېښمن کوونکی دی... او ممکن د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پرېکړه لیکونو، چې روسیه یې په خپله ننګه کوي، خلاف وي.»

پوتین ویلي دي‌ چې شمالي کوریا ته د وسلو استول د لویدیځ له لوري اوکراین ته د وسلو له استولو وروسته کېږي.

د شمالي کوریا او روسیې ولسمشرانو کیم جونګ اون او ولادیمیر پوتین تېره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا تړون لاسلیک کړ. دا دواړه هېوادونو له پخوا راهېسې نژدې ملګري‌ دي،‌خو په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته د دوی روابط نور هم قوي شوي.

د متحدو ایالتونو مقامات وايي چې شمالي کوریا د بالستیکي میزایلو په ګډون روسیې ته یو لړ وسلې ورکړې دي، خو هغه هېواد دا خبره ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG