د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین او د شمالي کوریا مشر د 'ستراتیژیکې همکارۍ' تړون لاسلیک کړی


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته د سفر پر مهال په پایتخت پیونګ یانګ کې ددغه هېواد له مشر کیم جانګ اون سره کتلي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته د سفر پر مهال په پایتخت پیونګ یانګ کې ددغه هېواد له مشر کیم جانګ اون سره کتلي.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) په پیونګ یانګ کې له خپلو خبرو وروسته د "ستراتیژیکو همکاریو تړون" لاسلیک کړ.

شمالي کوریا ته له سفر یوه ورځ وړاندې پوتین ویلي وو چې دواړو هیوادونو یو سند چمتو کړی چې د راتلونکو کلونو لپاره به د دوی د اړیکو "بنسټ" جوړ کړي، خو په اړه یې تفصیل نه و ورکړی.

د روسیې "ار ای اې نووستي" خبري اژانس د یو خبریال په حواله راپور ورکړی چې روسیې او شمالي کوریا د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف وویل، دواړو مشرانو د لیدنې په ترڅ کې د سوغاتونو تبادله هم وکړه، چې کیم ته په روسیه کې جوړ شوی یو "عصري اورس" ماډل موټر د سوغات په توګه ورکړل شوی دی.

اوشاکوف ونه ویل چې پوتین ته د ډالۍ په توګه څه ورکړل شوي خو اشاره یې ورکړه چې هغه ته ورکړل شوی سوغات له "مجسمو" سره د هغه د مینې په شمول د نوموړي په شخصیت پورې اړه لري.

کرملین د دوشنبې په ورځ وویل چې دا تړون به د هغو پخوانیو دوه اړخیزو سندونو او اعلامیو ځای ونیسي چې په ۱۹۶۱، ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو کې لاسلیک شوي دي.

د مسکو او پیونګ یانګ اړیکو په لوېدیځ کې اندېښنې پارولې دي، چې ګومان کوي روسیه له شمالي کوریا څخه وسلې ترلاسه کوي او په اوکراین کې یې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره کاروي.

کیم وویل چې د روسیې سره د اوږدې مودې اړیکې نوي لوړې کچې ته رسیدلي او د پوتین سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ "په زړه پورې ملګرتیا" پیاوړې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG