د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په جنوبي کوریا د ۳.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت چورلکو پلور منظور کړ


متحده ایالاتو دوشنبه اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) په جنوبي کوریا باندې د ۳.۵ میلیارد ډالرو په ازښت د ۳۶ اې اچ-۶۴ اي اپاچې برید کوونکو هیلو کوپترو، د همدې هیلو کوپترو اړوند تجهیزاتو او توغندیو پلور منظور کړ.

د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې هیلوکوپترو سره به د جنوبي کوریا پوځ ته دا وړتیا ورکړل شي چې د دښمن مخه ونیسي او په سیمه ایزو عملیاتو کې برخه واخلي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دې هیلوکوپترو وړاندیز شوې پلورنه به د کوریا د جمهوریت وړتیاوې پراخه کړي چې د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو مقابله وکړی شي.

د دفاعي امنیتي همکارۍ ادرې په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې پدې چورلکو سره به د یو "ستر متحد امنیت غوره شي چې د هند – آرام سمندر په سیمې کې د سیاسي ثبات او اقتصادي ودې لپاره یو قوت دی".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په جنوبي کوریا ددې چورلکو پلور منظور کړی او د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د دوشنبې په ورځ کانګرس ته احوال ورکړ.

د کانګرس غړیو ته د دې پلور خبر ورکول شرط دي او قانون جوړونکي واک لري چې رد یا یې منظور کاندي.

د دفاعي امنیتي همکارۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې چورلکو اصلي قراردادي به د بوینګ او لاک هیډ مارټن شرکتونه وي.

متحده ایالات داسې مهال په جنوبي کوریا ددې الوتکو پلور منظوروي چې په عین ورځ د دواړو هیوادونو پوځ ګډ کلني نظامي تمرینات هم پیل کړل.

ټاکل شوې چې پدې تمریناتو کې چې د روانې اګست میاشتې تر ۲۹ مې به ادامه ولري، زرګونه نظامي پرسونل پکې برخه ولري او هدف یې په اتومي وسلو والو سمبالې د شمالي کوریا مهارول دي.

جنوبي کوریا چې د واشنګټن او سیول تر منځ نږدیوالي په هکله اندیښنه لري، تر اوسه یې ددې چورلکو پلور منظوریدو باندې تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې دا شان کړنې "پارونه" بلله او په غبرګون کې یې نوي توغندي آزمایل.

دا پدې تیرو څو اوونیو کې د وسلو څلورم پلور دی چې د متحده ایالاتو حکومت یې پلور منظوروي.

د امریکا حکومت په سعودي عربستان د تهاجمي وسلو پلور منظور کړ او همدا تیره اوونۍ یې په اسرائیل د ۲۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د جنګي جیټ الوتکو او نورو وسلو پلور هم منظور کړ.

متحده ایالاتو همدرانګه د روانې اګست میاشتې په ۱۵ مې د پنځو ملیاردو ډالرو په ارزښت په جرمني د ۶۰۰ پیټرایټ توغندیو او د دې توغندیو اړوند وسایلو پلور منظور کړ.

جرمني د دې پرمختللي هوایي دفاع سیسټیمونه اوکراین ته په بسپنې کې ورکړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG