د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو په جرمني د پیټرایټ توغندیو پلور منظور کړ


متحده ایالاتو پنجشنبه اګست ۱۵ ( زمري ۲۵) د پنځو ملیاردو ډالرو په ارزښت په جرمني د ۶۰۰ پیټرایټ توغندیو او د دې توغندیو اړوند وسایلو پلور منظور کړ.

جرمني د دې پرمختللي هوایي دفاع سیسټیمونه اوکراین ته په بسپنې کې ورکړیدي.

د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د PAC-3 MSE په نامه د توغندیو دا وړاندیز شوې معامله د متحده ایالاتو ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ سره ملاتړ کوي ځکه چې د ناټو یو متحد هیواد امنیتې چارې پرې غوره کیږي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې جرمني په اروپا کې د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره مهم هیواد دی او پدې توغندیو سره به یې امنیت لا قوي شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د پیټرایټ دا توغندي به د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په مقابل کې د جرمني وړتیا بهتره کړي او هم به د دې هیواد نظامي ځواکونو سره د دفاعي چارو په ودې او پیاوړتیا کې مرسته وکړي.


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې توغندیو پلور منظور کړی او د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته احوال ورکړی. کانګرس باید د دې وسلو پلور منظور کاندي.

دا پدې تیرو څو ورځو کې د وسلو دریم پلور دی چې د متحده ایالاتو حکومت یې پلور منظوروي.

د امریکا حکومت تیره اوونۍ په سعودي عربستان د تهاجمي وسلو پلور منظور کړ او همدا تیره ورځ یې په اسرائیل د ۲۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د جنګي جیټ الوتکو او نورو وسلو پلور هم منظور کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG