د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په اسرائیل د ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د نویو وسلو پلور منظور کړ


د پلان له مخې به اسرائیل باندې شاوخوا ۵۰ ایف-۱۵ جنګي جټ الوتکې وپلورل شي
د پلان له مخې به اسرائیل باندې شاوخوا ۵۰ ایف-۱۵ جنګي جټ الوتکې وپلورل شي

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن حکومت سه شنبه اګست ۱۳ ( زمري ۲۳) په اسرائیل باندې د څه باندې ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د نویو وسلو پلور منظور کړ او د بشري حقونو د فشارونو پروا یې ونکړله چې په غزې کې د ملکایانو وژل کیدو له کبله یې اسرائیل ته د وسلو لیږدولو بندیدل غوښتل.

سره لدې چې دا وسلې به په څو کالونو کې اسرائیل ته ولیږدول شي خو د جو بایډن حکومت دا پریکړه داسې مهال کړې چې په عین وخت کې له حماس او اسرائیل غواړي په غزې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره اوربند وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته احوال ورکړی چې د ۱۸.۸۲ میلیارد ډالرو په ارزښت یې د ۵۰ ایف -۱۵ جنګي جیټ الوتکو پلور منظور کړیدی.

اسرائیل به همدارنګه د امریکا وسلو جوړونکو شرکتونو څخه نږدې ۳۳ زره د ټانک مرمۍ، تر ۵۰ زرو ډیرې د هاوان چاودیدونکې مرمۍ او نظامي بار وړونکي موټر واخلي.

په مطبوعاتو کې ویل شوي چې ټاکل شوې اسرائیل ته ایف -۱۵ جنګي جیټ الوتکې په ۲۰۲۹ کال کې ولیږدول شي چې د رادار او مخابرې خوندي وسایل هم پکې ځای پر ځای شویدي.

د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته پخپلې اطلاعیې کې ویلي ، " متحده ایالات د اسرائیل امنیت ته ژمن دي او دا د امریکا د ملي امنیت ګټو ته مهمه ده چې اسرائیل سره مرسته وشي تر څو د خپل ځان دفاع لپاره چمتوالی پراخ او خوندي وساتي".

امریکا همدارنګه ویلي چې د ټانکونو په مرمیو به د دښمن اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په مقابل کې د اسرائیل وړتیاوې پراخې کړي، د اسرائیل کورنۍ دفاع به پرې قوي شي او د سیمه ایزو ګواښونو په مخنیوي کې مهم دي.

د متحده ایالاتو کانګرس دا واک لري چې په اسرائیل ددې وسلو د پلور مخه ونیسي خو دا چې د استازو او سنا په مجلسونو کې د اسرائیل سره خواخوږي او ملاتړ ډیر دی، ښایي د دې وسلو د پلور مخنیوی ونشي.

د بشري حقونو او د جمهور رئیس جو بایډن د دیموکرات ګوند یو شمیر کین اړخو غړیو څو ځله له حکومت غوښتي چې په اسرائیل د وسلو پلور کم یا بند کړي ځکه دوي په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل په جګړې کې د ملکیانو په وژل کیدو اندیښمن دي.

امریکا پداسې حال کې په اسرائیل د نویو وسلو پلور منظور کړ چې تیره ورځ یې په سعودي عربستان د تهاجمي وسلو پلورل بیرته پیل کړل. د دې وسلو پلور په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان د خونړیو عملیاتو له کبله ځنډیدلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویدانت پټیل په خبري کنفرانس کې د دې وسلو د پلور پیل کیدو نور دلایل په ډاګه نکړل خو دومره یې وویل چې سعودي عربستان د متحده ایالاتو "نږدې ستراتیژیک شریک پاتې شوی او مونږ غواړو چې دا شراکت پراخ کاندو".

ښاغلی پټیل همدارنګه وویل چې په سعودي عربستان د تهاجمي وسلو پلور به منظم وي او د کانګرس سره د سلا مشورو او خبر ورکولو سره سم به اجرا کیږي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې د یمن د حوثیانو په وړاندې د سعودي‌ عربستان چلند ته په کتو چې پکې غیرنظامیانو ته درانه تلفات واوښتل پر دغه هېواد د وسلو د پلورلو په تړاو خپل دریځ سخت کړ.

ښاغلي بایډن واک ته تر رسیدو وروسته د سعودي عربستان سره د خپل هیواد د دریځ نوي کولو ژمنه کړې وه – داسې دریځ چې په بشري حقونو پکې ټینګار شوی وي او په سمدستي توګه یې پریکړه وکړله چې واشنګټن به په ریاض یوازې دفاعي وسلې پلوري.

د امریکا مشر دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په هوایي بمباریو کې د ماشومانو په ګډون زرګونه ملیکان ووژل شول

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG