د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر سعودي عربستان د یرغلیزو وسلو د پلورلو بندیز لغو کړ


عکس: ارشیف - بایډن او د سعودي ولیعهد محمد
عکس: ارشیف - بایډن او د سعودي ولیعهد محمد

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اګست نهم (زمري ۱۹) وویل چې د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن ادارې پر سعودي‌ عربستان باندې د یرغلیزو وسلو د پلورلو بندیز د لغو کولو تصمیم نیولی او ټاکل شوې چې په یمن کې د جګړې د ختمولو لپاره پر عربستان د فشار راوستلو پالیسې کې بدلون راولي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي‌ تائید کړې ده چې د جوبایډن اداره سعودي‌ عربستان ته د ځینو پوځي مهماتو د انتقال د بندیز د لیرې کولو تصمیم نیولی دی.

دغه چارواکي‌ ویلي:‌"موږ به د هر نوي ډول وسلو انتقال په جلا توګه او د متعارفو وسلو د انتقال له پالیسۍ سره سم په پام کې ونیسو."

د متحده ایالاتو په کانګرس کې هم یوې سرچینې رویټرز ته وویل چې د امریکا حکومت په دې اړه کانګرس ته خبر ورکړی دی او یوې بلې سرچینې ویلي چې راتلونکې اونۍ به پر سعودي عربستان باندې د وسلو پلورل له سره پیل شي.

د متحده ایالاتو د قوانینو له مخې د وسلو د پلورلو نړیوال تړونونه له نهايي‌ کېدو وړاندې باید د دغه هېواد د کانګرس له خوا بررسي شي.

د بایډن د ادارې یو لوړ‌ پوړي چارواکي‌ رویټرز ته وویل: "سعودیانو پر خپلې ژمنې عمل وکړ او موږ هم چمتو یو چې پر خپل عهد وفا وکړو."

دغه حکومتي چارواکي وویل چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې سعودیانو او حوثیانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ پر اوربند توافق وکړ، عربستان پر یمن باندې هېڅ هوايي‌ برید نه دی کړی او د یمن له لوري هم بریدونه تر ډېره حده ودرول شوي‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړه:‌ "همدا شان د عربستان د دفاع وزارت له خوا او تر یو بریده د امریکايي روزونکو او سلاکارانو په همکارۍ په تیرو درېیو کلونو کې غیرنظامیانو ته د زیان اوښتلو د مخنیوي په برخه کې د مثبتو ګامونو پورته کول د یادونې وړ دي."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې د یمن د حوثیانو په وړاندې د سعودي‌ عربستان چلند ته په کتو چې پکې غیرنظامیانو ته درانه تلفات واوښتل پر دغه هېواد د وسلو د پلورلو په تړاو خپل دریځ سخت کړ.

په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکو او دموکرات قانون جوړوونکو په یمن کې د سعودي‌ عربستان په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو په ګډون یو شمیر نورو مواردو او د بشري‌ حقونو د نقض په اړه اندېښنو ته په اشارې پر دغه هېواد د یرغلیزو وسلو پلورل تر پوښتنې لاندې راوستل،‌ خو په یمن کې د جنګ په څرنګوالي کې له بدلون وروسته په دې اړه اندېښنې کمې شوې دي.

د یمن جنګ په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو له خوا د څوو جنګونو برخه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۴ کال کې د حوثیانو له خوا د پایتخت صنعا او زیات شمیر شمالي‌ سیمو له نیولو وروسته په یمن کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه. له دې څو میاشتې وروسته د سعودي‌ عربستان په مشرۍ ایتلاف هم په دې جنګ کې ښکیل شو او له ۲۰۱۵ کال راهیسې له باغیانو سره په جنګ اخته دی تر څو په یمن کې د نړیوالو له خوا منل شوی دولت بېرته واک ته ورسوي.

د راپورونو له مخې د یمن په جنګ کې سلګونه زره کسان وژل شوي‌ او د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړ شوي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG