په سوریې کې د یاغیانو مشر ابو محمد الجولاني، چې ډلې یې د بشارالاسد رژیم نسکور کړ، له څو کالونو راهېسې عامو خلکو ته د خپل ځان د ښه ښودلو هڅه کړې، له القاعدې سره یې اړیکې پرې کړې او ځان یې د ګڼو عقیدو او مذهبونو د ساتنې او زغم اتل معرفي کړی دی.
د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) د اوکراین او فرانسې له ولسمشرانو سره تر ملاقات وروسته په اوکراین کې د سمدستي اوربند غږ وکړ.
په پاکستان کې مقاماتو نن دوشنبه ډسمبر دویمه (لیندۍ۱۲) وویل چې د قومي مشرانو په مرسته یې په کورمه کې د سني او شیعه فرقو ترمنځ دویم اوربند وکړ.
چارواکي وايي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې درې مشکوک وسلهوال کسان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.
شمالي کوریا نن جمعه نومبر لومړۍ (لړم۱۱) وویل چې د نړۍ «تر ټولو قوي بین البراعظمي بالستیک میزایل» ازمایلی دی.
په امریکا کې راتلونکې اونۍ د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې ایران د ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب ۴۵مه کلیزه نمانځي او له واشنګټن سره یې اړیکې، د ډیرو په باور، ترینګلي پاتې دي.
د امریکا د واشنګټن ایالت د سیاټل د ښار پولیس وايي چې په یو کور کې یې د پنځو وژل شویو کسانو مړي موندلي او یو ځلمی د پېښې په شک نیول شوی دی.
د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشر مایک جانسن وايي چې متحده ایالتونه د هغو افشا شویو استخباراتي اسنادو په اړه تحقیقات کوي، چې په کې په ایران باندې د اسرائيل د ځوابي برید د چمتوالي په اړه وضاحت ورکړل شوی.
د خیبر پښتونخوا په جمرود کې ځايي چارواکو چهارشنبې اکتوبر نهمه (تلې ۱۸) وویل چې د "پښتون ژغورنې غورځنګ" د ملاتړو او پاکستاني پولیسو ترمنخ په اخ او ډب کې لږ تر لږه درې تنه مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي د سپین توپ له کپتانۍ څخه د استعفا او توپ وهنې ته د توجه د زیاتولو لپاره د بابر اعظم پرېکړه یې منلې ده.
په خیبر پښتونخوا کې امنیتي چارواکي وايي چې د وسله والو په بریدونو کې نهه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
متحده عربي اماراتو چهارشنبې اګست ۲۱ (زمري ۳۱) ددغه هېواد لپاره د طالبانو د حکومت د سفیر بدرالدین حقاني باورلیک ومانه.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه اګست ۱۹ (زمری۲۹) له اسرائیل او حماس څخه وغوښتل چې د روانو مذاکراتو لوری دې نه بدلوي، ځکه چې د هغه په خبره ښايي دا په غزې کې د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون لپاره «وروستی چانس» وي.
د پاریس د ۲۰۲۴ د المپیک د ځغاستې په سیالیو کې کیمیا یوسفي یوازنۍ افغانه ګډون کوونکې ده. د هغې د نوم د نښان پر شا "تعلیم" او "زموږ حقوق" په قلم لیکل شوي دي.
د کاناډا پولیسو د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۳۱ (زمري لسمه) وویل چې یو پلار او زوی یې په کاناډا کې د تروریستي برید په تور نیولي دي.
د افغانستان په هغو سیمو کې چې کوڅې یې نومونه او کورونه یې شمېرې نه لري، د خدماتي کمپنیو او پېرېدونکو ترمنځ د اتصال لپاره له جوماتونو څخه په استفادې د "تادیه او لمونځ" په نوم د بیلونو د پرې کولو سیستم رامنځ ته شوی دی.
یو افغان د امریکا په نیو مکسیکو ایالت کې د دریو مسلمانانو د وژلو په تور نیول شوی او اوس یې محاکمه روانه ده.
د سلواکیا د دفاع وزارت نن دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) اعلان وکړ چې اوکراین ته یې نهه نورې جټ الوتکې هم وسپارلې.