د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې یو وګړي فرانسه کې د چاقو په 'برید کې څلور ماشومان او دوه غټان ژوبل' کړي


د پېښې ځای
د پېښې ځای

په فرانسه کې چارواکي وایي یو سړي د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (جوزا۱۸) په دغه هېواد کې څلور کوچنیان او دوه غټان په چاقو وهلي دي. د دغه هېواد د ولسمشر ایمانویل مکرون وايي دې پېښې فرانسه لړزولې ده.

د پېښې څارنوالې لاین بونیت-متیس وویل چې څلور واړه کوچنیان ډېر ژوبل شوي او ژوند یې په خطر کې دی. دغې څارنوالې وویل، چې په ژوبل شویو کوچنیانو کې یې یو د ۲۲ میاشتو دی، دوه نور یې دوه کلن او یو بل یې درې کلن دي.

پېښه د فرانسې په جنوب ختیځ ښار «انسي» کې شوې ده. پولیسو مشکوک بریدګر، چې د سوریې دی، نیولی دی. د فرانسې صدراعظمې الیزابېت بورني وویل، چې دغه کس په سویدن کې یې پناه اخیستې ده.

ولسمشر ایمانویل مکرون په خپل ټویټر کې په فرانسوې ژبې کې لیکلي دي چې «ملت لویه ضربه لیدلې [شوک دی]» او دا «یو مطلق بزدلانه برید» و.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې ویدیو خپره شوې ده، چې ظاهرآ یو کس،‌ چې تورې عیني یې په سترګو دي او سر یې په ابي څادر کې پټ دی، چاقو په لاس لیدل کېږي او خلک د مرستې لپاره چېغې وهي. یوه ښځه هڅه کوي، چې د ماشومانو د لوبې پارک ته نژدې، د دغه بریدګر مخه ونیسي، خو نشي کولای او بریدګر ځان ټېټوي او د چاقو څو ګوزارونه کوي.

دوه غټان، چې ژوبل شوي دي، ګرځندویان وو. یو یې د بریتانیا دی او د بل هویت لا ښودل شوی نه دی. څارنوالې بونېت-متېس وویل چې یو بل کس د بریدګر د نیولو په مهال د پولیسو په ډزو کې ژوبل شوی دی.

په سیمه کې یوې امریکایي سیلانۍ ایلینور وینسټ، چې لیکواله ده، وویل: «کله مې چې د پولیسو د موټرو غږونه واورېدل او پولیس مې ولیدل چې منډې یې وهلې، پوهه شوم چې کومه بده پېښه ده. زه شاکه شوې یم، دا یو پارک دی چې خلک په کې خپل ماشومان د لوبو لپاره راولي.»

نوموړې زیاته کړه: «د یوې مور په توګه چې خپل ماشوم یې له لاسه ورکړی دی، پوهېږم چې د دغو ماشومانو په میندو څه تېرېږي. دا له باور لېرې وحشت دی.»

د فرانسې په ملي اسمبلۍ غړیو د دغه برید په اړه یوه دقیقه خاموش ودرېدل. د فرانسې مقاماتو لا د دغه برید د انګیزې په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم دا برید ترهګریز عمل یاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG