د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو افغان کډوال د دریو مسلمانانو د وژلو په تور محاکمه کیږي


د وژنو په تور نیول شوی محمد عاطف سید څو کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته راغلی دی.
د وژنو په تور نیول شوی محمد عاطف سید څو کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته راغلی دی.

د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې، د امریکا د نیو مکسیکو ایالت ترټولو ستر ښار البکرکي د مسلمانانو په ټولنه کې وروسته له هغه ویره خپره شوه چې ددغې ټولنې درې غړې په مرموز ډول ووژل شول.

څارنوالانو هڅه کوله معلومه کړي چې په دې وژنو کې څوک لاس لري او دا چې ایا دا خلک د دیني او یا نژادي کرکې پر اساس وژل شوي دي؟

خو د یوازې څو ورځو تحقیقاتو وروسته څرګنده شوه چې ددې وژنو موخه دیني او یا نژادي کرکه نه وه. د البکرکي په محکمه کې څارنوالانو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۲) وویل چې په دغو وژنو کې د همدې ټولنې ۵۳ کلن افغان غړي، محمد عاطف سید لاس درلود چې څو کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته راغلی دی.

نوموړی چې پښتو خبرې کوي او په انګریزي نه پوهیږي، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د نیول کېدو راهیسې د پولیسو په قید کې دی او ټاکل شوې چې د هر مقتول دپاره په جلا جلا ډول په مختلفو ورځو کې محاکمه شي او ښايي څو میاشتې وخت ونیسي.

اوسنۍ محاکمه د ۴۱ کلن افتاب حسین د وژلو په تړاو ده.

د افتاب حسین او درې نورو کسانو په مرموز ډول له وژل کېدو وروسته، پولیسو په دې اړه په تحقیقاتو کې د البکرکي له اوسېدونکو د مرستې غوښتنه وکړه چې په نتیجه کې یې محمد عاطف سید ونیول شو. نوموړي په دغو وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.

چارواکو د هغه موټر تصویر او نور مشخصات خپاره کړل چې ګمان کیده په دغو وژنو کې استعمال شوی، او د خلکو له خوا پولیسو ته ورکړل شویو معلوماتو محمد عاطف سید په ګوته کړ.

پولیسو هغه د ۲۰۲۲ په اګست کې، له البکرکي څخه شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لیرې په داسې حال کې ونیو چې په خپل موټر کې یې سفر کاوه. محمد عاطف سید هغه مهال پولیسو ته وویل، چې په البکرکي کې د وژنو په اړه اندېښمن دی او خپلې کورنۍ ته د نوي کور موندلو لپاره ټکزاس ایالت ته روان دی.

پولیسو محمد عاطف سید د ۲۰۲۲ په اګست کې، له البکرکي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لیرې په داسې حال کې ونیو چې په خپل موټر کې یې سفر کاوه.
پولیسو محمد عاطف سید د ۲۰۲۲ په اګست کې، له البکرکي شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لیرې په داسې حال کې ونیو چې په خپل موټر کې یې سفر کاوه.

څارنوالانو د قاضي په مخکې، د هغې شپې پېښه انځور کړه چې په ترڅ کې یې افتاب حسین وژل شوی و. هغوی وویل چې د شپې لس بجې وې کله چې افتاب حسین د خپل اپارتمان د بلاک مخې ته له موټر څخه کښته شو. حسین له خپل موټر څخه راوتلی او لا یې هم کیلي په لاس کې وه چې د ټوپک ډزې پرې وشوې او ځای په ځای ووژل شو.

د البکرکي د څارنوالۍ مرستیال ډیویډ وایمیر قاضي ته هغه ټوپک وښود چې د هغه په وینا، سید کارولی و. وایمیر وویل چې دا ټوپک یې د سید د کور د تالاشۍ پر مهال موندلی دی. نوموړي قاضي ته دا هم وویل چې د عدلي طب معایناتو معلومه کړې چې د پیښې په ځای کې موندل شوې مرمۍ له همدې وسلې څخه فیر شوي دي.

د البکرکي د څارنوالۍ مرستیال ډیویډ وایمیر محکمې ته هغه ټوپک وښود چې د هغه په وینا، محمد عاطف سید کارولی و.
د البکرکي د څارنوالۍ مرستیال ډیویډ وایمیر محکمې ته هغه ټوپک وښود چې د هغه په وینا، محمد عاطف سید کارولی و.

وایمیر وویل، د سید د ګرځنده ټیلیفون ریکارډ ښودلې چې هغه د ډزو پر مهال د پېښې په ځای کې موجود و. د وایمیر په وینا، نوموړي له ډزو ۱۲ دقیقې وړاندې په خپل ټیلیفون کې داسې یو یادداشت هم ثبت کړی و چې د افتاب حسین د وژلو په اړه پکې خبرې شوي دي.

وایمیر وویل: "شواهد ثابتوي چې دا قصدي او عمدي وژنه وه او شواهد به دا هم ثابته کړي چې محمد سید په دې کار کې مجرم دی."

د څارنوالانو له خوا په وړاندې شویو شواهدو کې دا خبره نده واضح شوې چې ددې وژنو ترشا انګیزې څه ده. څارنوالانو په خپلو ابتدایي بیانونو کې دا هم ونه ویل چې محمد عاطف سید له وژل شویو کسانو سره څه اړیکه لرله؟

د محمد عاطف سید مدافع وکیل توماس کلارک محکمې ته وویل، چې څارنوالان هیڅ داسې شواهد نلري چې وښيي محمد عاطف سید دې د ټوپک ماشه کښې کاږلې وي او دا چې د هغه په کور کې نور کسان هم اوسېدل چې د نوموړي ټوپک، ټیلیفون او موټر ته یې لاسرسی درلود. کلارک وویل، څارنوالانو د ګوتو داسې نښانونه او یا DNA‌ هم ندي موندلي چې پر محمد عاطف سید باندې جرم ثابت کړي.

کلارک وویل: "زه د دې محاکمې په جریان کې له تاسو څخه غوښتنه کوم چې هغه څه ته ډیر پام وکړئ چې تاسو یې اورئ او هغه څه هم په نظر کې ونیسئ چې تاسو یې نه اورئ. په دې اړه پرېکړه د قیاس یا اټکل پراساس نشي کیدی."

څارنوالانو له دې وړاندې محکمې ته ویلي وو چې محمد عاطف سید د تاوتریخوالي تاریخچه لري. خو د هغه مدافع وکیل استدلال وکړ چې پر موکل یې د کورني تاوتریخوالی پخواني تورونه نه دي ثابت شوي.

محمد عاطف سید په دې هم تورن دی چې د محمد افضل حسین په نامه یو ۲۷ کلن مهندس یې د اګست په لومړۍ نېټه په داسې حال کې وژلی چې نوموړي ماښام مهال له خپل کور څخه دباندې قدم واهه.

نوموړی تورن دی چې له دې څلور ورځې وروسته یې د نعیم حسین په نوم یو کس په داسې حال کې په ډزو وژلی و چې هغه د البکرکي په جنوب کې د کډوالو د یو دفتر مخې ته په خپل موټر کې ناست و.

څارنوالانو پر سید تور پورې کړی چې په البکرکي کې یې یو څلورم کس هم وژلی خو په اړه یې د نوموړي په خلاف دوسیه نده ثبت شوې.

محمد عاطف سید د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د نیول کېدو راهیسې د پولیسو په قید کې دی.
محمد عاطف سید د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د نیول کېدو راهیسې د پولیسو په قید کې دی.

قاضي څارنوالان محکمې ته د شواهدو په توګه د هغه شفاهي بیان د وړاندې کولو څخه منع کړي چې له محمد عاطف سید څخه د هغه د نیول کېدو وروسته د دوه ساعته تحقیق پر مهال اخیستل شوی دی. د سید مدافع وکیل استدلال کړی چې په دغو تحقیقاتو کې د سید حقونه تر پښو لاندې شوي، ځکه چې تحقیق کوونکي د ژباړونکي له لارې، سید ته دا خبره په سمه توګه نده واضح کړې چې نوموړی کولای شي د حکومت له خوا وړیا مدافع وکیل ولري او له تحقیقاتو وړاندې له هغه سره مشوره وکړي.

د پولیسو افسرانو د سه شنبې په ورځ محکمې ته وویل چې د افتاب حسین د وژل کیدو د پیښې ځای ته له رسېدو وروسته یې د هغه مړی په داسې حال کې وموند چې د خپل موټر تر څنګ پروت و او له سر څخه تر پښو څو ځایه په مرمیو لګېدلی و.

څارنوالانو محکمې ته د افتاب حسین په مرمیو د سوري شوي موټر تصویرونه هم وښودل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG