د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: روان مذاکرات ښايي په غزې کې د اوربند لپاره وروستی چانس وي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته تللی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته تللی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه اګست ۱۹ (زمری۲۹) له اسرائیل او حماس څخه وغوښتل چې د روانو مذاکراتو لوری دې نه بدلوي، ځکه چې د هغه په خبره ښايي دا په غزې کې د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون لپاره «وروستی چانس» وي.

بلینکن وايي چې د توافق د نهايي کولو لپاره اسرائیل ته تللی دی. د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائیل باندې د حماس له برید وروسته دا نهم ځل دی چې انتوني بلینکن اسرائيل ته سفر کوي.

بلینکن د اسرائيل له ولسمشر ایزک هرتزوګ سره تر ملاقات وروسته وویل: «دا برخلیک جوړوونکې شېبه ده— او ښايي خپلو کورنیو ته د یرغمل شویو د راستنولو، اوربند او د سولې او امنیت په ښې لارې د ټولو د برابرولو لپاره وروستی چانس وي.»

انتوني بلینکن په بیت المقدس کې د اسرائيل له صدر اعظم بینیامین نتنیاهو سره هم ولیدل. هغه به قاهرې ته هم ځي، ټاکل شوې چې په قاهرې کې د سولې خبرې بیا پیل شي.

اسرائيل او حماس یو بل د اوربند توافق ته د رسېدو لپاره په ځنډ کولو تورنوي.

بلینکن وویل چې واشنګټن هڅه کوي دا ډاډ ترلاسه کړي‌ چې شخړې نه وي، هېڅ ډول تحرک نه وي او هېڅ داسې کوم اقدام ونه شي‌ چې دواړه لوري دغه توافق ته له رسېدو څخه را وګرځولای شي.

هغه زیاته کړه: «اوس یې وخت دی چې دا کار انجام شي. اوس یې وخت دی چې ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ یو لوری داسې اقدام ونه کړي‌ چې د دغه بهیر د بې لارې کېدو لامل شي.»

د متحدو ایالتونو، قطر او مصر د منځګړو ترمنځ د څو میاشتو لپاره مذاکرات روان وو،‌ خو د اوربند توافق ته یې لاره هواره نه کړای شوه.

په دوحې کې له ملاقات وروسته، متحدو ایالتونو منځګړو ته نوي وړاندیز وکړ، خو حماس وویل چې په وړاندیز کې هغه شرايط موجود دي چې نتنیاهو یې غواړي ‌او حماس به یې ونه مني.

حماس له غزې څخه د اسرائيل د ټولو ځواکونو وتل او دایمي‌ اوربند غواړي، خو اسرائيل وایي چې ځواکونه یې باید په ستراتېژیکو سیمو کې وي.

تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائيل بریدونه وکړل او له هماغې راهېسې جګړه پيل شوې ده. د اسرايئل مقامات وايي‌ په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي‌چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي چې د اسرئیل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰زره ته رسېږي، ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG