د لاس رسي وړ اتصالات

منځګړو هیوادونو د غزې اوربند لپاره نوې طرحه وړاندې کړه ؛ حماس نده منلې


نړیوالو منځګړو هیوادونو چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره په توافق کار کوي، جمعه اګست ۱۶ ( زمري ۲۶) یې د جګړې دواړو ښکیلو اړخونو ته نوې طرحه وړاندې کړله.

د قطر په پایتخت دوحې کې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د متحده ایالاتو، قطر او مصر استازو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې خبرې یې ګټورې، جدي او شدیدې وې او په مثبتې فضا کې ترسره شوې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په تازه طرحې کې په چټکه توګه د اوربند پلان عملي کیدو لپاره وړاندیزونه شوي چې د پاتې اختلافي ټکو د حل کولو لپاره هم پکې وړاندیزونه شامل دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ټاکل شوې کاري ډله به راتلونکې اوونۍ د دې وړاندیز د تطبیق په عملي کیدو باندې د خبرو لپاره غونډه وکړي. دوي به د مصر په پایتخت قاهرې کې راټول شي چې د همدې نوې طرحې له مخې توافق نهایي کړي.
په قطر کې د دې خبرو پای ته رسیدو څخه وروسته د حماس ډلې په سمدستي توګه وویل چې د اوربند لپاره نوې طرحه نه مني.

سره لدې چې د نوې طرحې جزیات ندي په ډاګه شوي او د حماس ډلې هم د خپل مخالفت دلیل ندی په ډاګه کړی خو تر دې وړاندې دې ډلې ویلي و چې په غزې کې د اوربند په هکله د هرو خبرو نتیجه باید د غزې تړانګې څخه په بشپړه توګه د اسرائیل وتل او د بې ځایه شویو کسانو بیرته ستنیدل وي.


په عین حال کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په قطر کې د خبرو پای ته رسیدو څخه وروسته ویلي چې د اوربند په هکله نتیجې ته رسیدو ته " تر بل هر وخت ډير نږدې شوي یو" .

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونوي بلینکن په همدې روانې اوونۍ کې د نوي وړاندیز په باره کې د خبرو لپاره اسرائیل ته ولاړ شي.


ها خوا بیا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د منځګړو هیوادونو څخه غوښتي چې په حماس فشار راوړي چې د اوربند هغه لایحه ومني چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې وړاندې کړې وه.

بایډن د روان کال د مې په ۳۱مه، د اوربند د ټینګولو او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره درې پړاوه پلان وړاندې کړ.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په لومړي پړاو کې اوربند او د حماس له زندان څخه د ځینو یرغمل شویو کسانو راستنېدل شامل دي. په دوهمه مرحله کې به اسرائیلي پوځ له ټولې غزې تړانګې څخه ووځي او دایمي اوربند به رامنځ ته شي. په دریمه مرحله کې به د غزې بیارغونه پیل شي او د پاتې وژل شویو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

خو بلو پلو بیا اردن د اوربند د موافقې په مخکې د خنډ پیدا کولو ملامتي د اسرائیل په صدراعظم واچوله او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې د فشار څخه کار واخلي.

یوه سرچینه چې په قطر کې د خبرو په هکله معلومات لري، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حماس ډلې د وړاندیز هغې برخې سره مخالفت څرګند کړی چې پکې ویل شوي د مصر پولې سره نږدې د اسرائیل ځواکونو پاتې کیدو ته اجازه ورکوي او دویمه برخه یې د اسرائیلي زندانونو څخه د فلسطینیانو بندیانو خوشې کیدو په بدل کې د برمته شویو کسانو د پریښودو شرایط دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG