د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د اسرائیل یو وزیر د عامو خلکو په تیرایستلو تورن کړ


د خان یونس له سیمې ګڼ شمیر خلک د اسرائیل تازه تعرضي عملیاتو له کبله بې ځایه شویدي.
د خان یونس له سیمې ګڼ شمیر خلک د اسرائیل تازه تعرضي عملیاتو له کبله بې ځایه شویدي.

سپینه ماڼۍ وایي د اسرائیل په حکومت کې ځیني "افراطیان" په غزې کې د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو تړون لپاره چې متحده ایالات، قطر او مصر پرې د څو میاشتو راهیسې کار کوي، خنډونه پیدا کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي جمعه اګست نهمه (زمري ۱۹) د اسرائیل د مالیې په وزیر بتسالل سموتریچ تور ولګاوه چې د اوربند مذاکراتو سره په مخالفت کې د اسرائیل ولس تیر باسي.

ښاغلي کربي پدې خبري کنفرانس کې وویل په غزې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د اوربند موافقه چې پدې تیرو څو میاشتو کې پرې مذکرات شويدي، "د اسرائیل امنیتي ګټو ته پکې بشپړ درناوی" شوی او تر څنګ یې دا هم وویل چې د همدې تیرې جولای په میاشت کې د حماس ډلې هم د اوربند پدې موافقې کې د اسرائیل مهم شرایط ومنل.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي د اسرائیل د مالیې وزیر دا دلیل په " بشپړه توګه ناسم" وباله چې ویلي یې دي په غزې کې جګړه باید تر نا معلومې نیټې روانه وي.

د ښاغلي کربي د څرګندونو څخه معلومیږي چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو په ائتلافي حکومت کې هغو چارواکو په اړه ناهیلی دی چې په غزې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې تر ټولو ستر خنډونه پیدا کړيدي.

د جان کربي څرګندونو څخه وړاندې د اسرائیل د مالیې وزیر د جمعې په ورځ یو ځل بیا په غزې کې د اوربند سره مخالفت وښود او دا یې هم وویل چې د متحده ایالاتو په ګډون نړیوال متحدین اسرائیل "خطرناکې لومې" خوا ته ورټیل وهي او د صدراعظم نیتنیاهو څخه یې وغوښتل چې د "تسلیمیدو تړون" دې نه لاسلیکوي چې د هغه په وینا اسرائیل کمزوری کوي.

د مالیې وزیر د څرګندونو څخه وړاندې د اسرائیل صدراعظم ویلي و چې په غزې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره به خبرې د سره پیل کړي په ځانګړې توګه وروسته تر دې چې یوه ورځ وړاندې جمهور رئیس جو بایډن او د قطر او مصر مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې د دې خبرو بیا پيل کیدو غوښتنه وکړله.

نیتنیاهو په یوې اعلامیې کې ویلي، " د متحده ایالاتو او منځګړو د وړاندیز په تعقیق، اسرائیل به د اګست په ۱۵ مې مذاکراتي ټیم یو ځای ته چې لا ټاکل شوی ندی، چې د موافقتنامې د تطبیق کولو جزیات نهایي کړي".

سره لدې چې د اسرائیل صدراعظم پخوا هم د اوربند خبرو لپاره د خپل مذاکراتي ټیم استولو لپاره لیوالتیا ښودلې وه خو د منځني ختیځ په انسټیټیوټ کې د اسرائیل د چارو کارپوه، نیمرود ګورین وویل چې د متحده ایالاتو لخوا تر فشار وروسته د اسرائیل مشر د خبرو لپاره خپل استازي استوي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د دې خبرو په بهیر کې "شرطونه بدلوي رابدلوي چې د اوربند د موافقې مخه ونیسي او ملامتي یې په حماس واچوي".

ښاغلي ګورین دا هم وویل چې د اسرائیل صدراعظم ښایي دا ځل هم عین کار وکړي.

د نیتنیاهو لخوا د اوربند خبرو ته د اسرائیلي مرکچیانو استولو تر اعلان یوازې څو ساعته وروسته، د دې هیواد دفاعي ځواکونو د غزې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې د تعرضي عملیاتو پيل کولو اعلان وکړ.

دا د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د حماس ډلې ناڅاپه په اسرائیل برید وکړ، دریم ځل دی چې اسرائیلي ځواکونه په خان یونس کې تعرضي عملیات کوي.

د اسرائیل په امر د خان یونس له ختیځو سیمو څخه ګڼ شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا کډې کولو ته اړ شوي. ډیری دغه فلسطینیان د جولای په میاشت کې د اسرائیل د پوځ له عملیاتو وروسته تیښتې ته مجبور شوي وو او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې خپلو کورونو ته بیرته ستانه شوي وو.

په زرګونو فلسطینیان د پنجشنبې په ورځ د خپل اړتیا وړ توکو لکه د ګاز کوچنيو سلنډرونو، توشکونو، خیمو او کمپلو سره له دغې سیمې ووتل.

د اسرائیل او متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې دوی باور لري د حماس نوی نومول شوی مشر یحیا سنوار چې د اکتوبر د اوومې د برید طراح بلل کیږي، ښايي په خان یونس کې وي. په تهران کې تیره اونۍ د اسرائیل په احتمالي برید کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، سنورا د هغه ځایناستی ټاکل شوی دی.

پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د دوی جنګي الوتکو په ښار کې د حماس ۳۰ اهداف په نښه کړي چې په کې د جنګیالیو او د وسلو ذخیره کولو ځایونه شامل دي. پوځ همدارنګه وویل چې په روانو عملیاتو کې د حماس تونلونه او نورې زیربناوې لټوي.

په غزه کې له لس میاشتنۍ جګړې وروسته، د امریکا، مصر او قطر د هڅو موخه د اوربند لپاره د غیر مستقیمو خبرو اترو بیا پیلول دي چې د هنیه له وژل کېدو وروسته ځنډول شوي وې.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل برید وکړ. په دغه برید کې د اسرائیلي چاراکو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. اسرائیل ددغه برید په ځواب کې د حماس د لمنځه وړلو ژمنه کړې ده.

په غزه کې په تیرو لسو میاشتو کې د اسرائیل په عملیاتو کې شاوخوا ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي، لږ تر لږه ۹۱۰۰۰ ټپیان شوي او ددغې تړانګې د ۲.۳ میلیون نفوس ۱.۹ میلیون یې له خپلو کورونو څخه تیښتې ته مجبور شوي دي.

د روغتیایی چارواکو په وینا، په غزه کې د عامې روغتیا د سیستم لمنځه تللو سره، ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي، او بشري ډلې هڅه کوي چې خلکو ته خواړه ورسوي. ملګري ملتونه وايي، شاوخوا یو نیم میلیون فلسطینیان د خوړو د کمښت له ناورین سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG