د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د غزې په خان یونس تازه برید پیل کړی؛ امریکا، مصر او قطر د اوربند هڅه کوي


په زرګونو فلسطینیان د غزې له خان یونس څخه د خپل اړتیا وړ توکو لکه د ګاز کوچنيو سلنډرونو، توشکونو، خیمو او کمپلو سره له دغې سیمې ووتل.
په زرګونو فلسطینیان د غزې له خان یونس څخه د خپل اړتیا وړ توکو لکه د ګاز کوچنيو سلنډرونو، توشکونو، خیمو او کمپلو سره له دغې سیمې ووتل.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۹) د غزې په جنوبي ښار خان یونس باندې تازه برید په داسې حال کې پیل کړ چې امریکايي، قطري او مصري منځګړو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره هلې ځلې زیاتې کړي دي.

اسرائیل وايي د دوی د مسلسلو بریدونو سره سره د حماس اورپکې تراوسه په خان یونس کې فعال دي او ګمان کیږي چې ددغه ډلې نوی ټاکل شوی مشر یحیا سنوار په همدې ښار کې د ځمکې لاندې تونلونو کې پټ دی.

د اسرائیل په امر د خان یونس له ختیځو سیمو څخه ګڼ شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا کډې کولو ته اړ شوي. ډیری دغه فلسطینیان د جولای په میاشت کې د اسرائیل د پوځ له عملیاتو وروسته تیښتې ته مجبور شوي وو او شاوخوا دوه اونۍ وړاندې خپلو کورونو ته بیرته ستانه شوي وو.

په زرګونو فلسطینیان د پنجشنبې په ورځ د خپل اړتیا وړ توکو لکه د ګاز کوچنيو سلنډرونو، توشکونو، خیمو او کمپلو سره له دغې سیمې ووتل.

د اسرائیل او متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې دوی باور لري د حماس نوی نومول شوی مشر یحیا سنوار چې د اکتوبر د اوومې د برید طراح بلل کیږي، ښايي په خان یونس کې وي. په تهران کې تیره اونۍ د اسرائیل په احتمالي برید کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، سنورا د هغه ځایناستی ټاکل شوی دی.

پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د دوی جنګي الوتکو په ښار کې د حماس ۳۰ اهداف په نښه کړي چې په کې د جنګیالیو او د وسلو ذخیره کولو ځایونه شامل دي. پوځ همدارنګه وویل چې په روانو عملیاتو کې د حماس تونلونه او نورې زیربناوې لټوي.

په غزه کې له لس میاشتنۍ جګړې وروسته، د امریکا، مصر او قطر د هڅو موخه د اوربند لپاره د غیر مستقیمو خبرو اترو بیا پیلول دي چې د هنیه له وژل کېدو وروسته ځنډول شوي وې.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې دوی به د هغو خبرو اترو لپاره مذاکره کونکي واستوي چې ټاکل شوې ده د اګست په ۱۵مه د قطر په پلازمینه دوحه یا د مصر په پلازمینه قاهره کې پیل شي.

د حماس لخوا سمدستي کوم غبرګون نه دی ښودل شوی خو د سه شنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې په غزه کې د دې ډلې مشر سنوار به د هنیه پرځای د دې ډلې مشري کوي. هنیه د سولې په خبرو اترو کې د حماس استازیتوب کاوه.

په بیروت کې د اسرائیل په هوايي برید کې د حزب الله د یو جګپوړي قوماندان او په تهران کې د هنیه له وژل کېدو وروسته حزب الله او ایران د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی. نړیوال ډیپلوماتان د تاوتریخوالي د مخنیوي او په غزه کې د جګړې د بندولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د یوې موافقې د لاسلیک کولو لپاره هڅې کوي.

د سولې خبرې

متحده ایالاتو، مصر او قطر په یوه ګډه اعلامیه کې په دوحه یا قاهره کې د خبرو اترو د نوي پړاو خبر ورکړی او پر اسرائیل او حماس دواړو یې فشار راوړی چې په دې مذاکراتو کې پرمختګ وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې مذاکره کوونکو له وړاندې د یوې معاملې لپاره چوکاټ نهايي کړی او زیاته شوې چې "د وخت ضایع کولو فرصت نشته او هیڅ لوری د خبرو ځنډول نشي توجیه کولی."

په اعلامیه کې ویل شوي چې منځګړي چمتو دي چې یو وروستی جوړجاړی وړاندې کړي او "پاتې مسئلې په داسې طریقه حل کړي چې د ټولو اړخونو تمې پوره کړي." په اعلامیه کې ددغه جوړجاړي په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

بل خوا د فرانسې او بریتانیې مشرانو په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او پر اسرائیل او حماس یې غږ کړی چې د سولې خبرو ته غاړه کښیږدي.

حماس د ټولو یرغمل کسانو د خوشې کولو په بدل کې د جګړې پای ته رسېدل او له غزې څخه د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل غوښتي دي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل برید وکړ. په دغه برید کې د اسرائیلي چاراکو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. اسرائیل ددغه برید په ځواب کې د حماس د لمنځه وړلو ژمنه کړې ده.

په غزه کې په تیرو لسو میاشتو کې د اسرائیل په عملیاتو کې شاوخوا ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي، لږ تر لږه ۹۱۰۰۰ ټپیان شوي او ددغې تړانګې د ۲.۳ میلیون نفوس ۱.۹ میلیون یې له خپلو کورونو څخه تیښتې ته مجبور شوي دي.

د روغتیایی چارواکو په وینا، په غزه کې د عامې روغتیا د سیستم لمنځه تللو سره، ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي، او بشري ډلې هڅه کوي چې خلکو ته خواړه ورسوي. ملګري ملتونه وايي، شاوخوا یو نیم میلیون فلسطینیان د خوړو د کمښت له ناورین سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG