د لاس رسي وړ اتصالات

یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځای ناستی وټاکل شو


یحیی سنوار د ۲۰۱۷ کال راهیسې په غزې کې د حماس مشر و.
یحیی سنوار د ۲۰۱۷ کال راهیسې په غزې کې د حماس مشر و.

په تهران کې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته، دې ډلې سه شنبه اګست شپږمه ( زمري ۱۶) یحیی سنوار د هغه ځای ناستی وټاکه.

ښاغلی سنوار د ۲۰۱۷ راهیسې په غزې کې د حماس مشر دی او په قطر کې د اسماعیل هنیه سره اوسیده. اسرائیل وایي چې د تیرکال اکټوبر اوومې نیټې بریدونو اصلي طراح سنوار دی. دی د همدې بریدونو څخه وروسته په عام محضر کې ندی لیدل شوی.

د حماس یو جګپوړي چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د نوي سیاسي مشر په توګه د سنوار ټاکل کیدل دا پغیام رسوي چې دا ډله به د مقاوت لاره جاري ساتي.

خو بل پلو بیا د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، اسرائیل کاتز ویلي چې د سنوار ټاکل کیدل یو بل "مقنع دلیل" دی چې باید ژر تر ژره له منځه یوړل شي او دا "کرغیړن سازمان د ځمکې له مخې پاک شي".

کارپوهان چې د حماس نوي سیاسي مشر په هکله معلومات لري، پدې اند دی چې د اوربند تړون په هکله دی د هنیه په پرتله ډیر زړه نا زړه و.

سینوار داسې مهال د حماس نوي سیاسي مشر په توګه ټاکل کیږي چې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې پییل کیدو په هکله اندیښنې پیدا شوي ځکه چې ایران او په سیمې کې ګوډاګي ځواکونو یې د اسرائیل څخه د اسماعیل هنیه او حزب الله یو جګپوړي قوماندان، فواد شُکر وژلو غچ اخیستو هوډ څرګند کړی.

ایران او حماس د اسماعیل هنیه د وژلو ملامتي په اسرائیل اچوي خو اسرائیلي چارواکو تر اوسه ددې برید د کولو ادعا نده کړې او له تبصرې ډډه کوي.

په عین حال کې متحده ایالات وایي چې شپه او ورځ د دیپلوماسۍ له لارې کوښښ کوي چې په سیمې کې د جګړې پراخیدو مخه ونیسي او له هغو هیوادونو څخه چې د ایران سره اړیکې لري د پیغام رسولو غوښتنه کړیده.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي تیره ورځ تهران ته ولاړ چې د نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري سره هم وکتل.

د دې ملاقات څخه وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د اردن د باچا عبدالله سره په ټیلیفون کې خبرې وکړلې چې جزیات یې په مطبوعاتو کې خپاره نشول.

ټاکل شوې چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي د همدې راتلونکې چارشنبې په ورځ په سیمې کې د وضعیت ارزولو لپاره غونډه وکړي. غونډه د ایران او فلسطین په غوښتنې رابلل شویده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشر ولکر تُرک له ټولو خواو او هغو دولتونو چې په سیمه کې نفوذ لري غږ کړی چې د کړکیچ ډیروالي د مخنیوي لپاره دې عاجل اقدام وکړي او په سیمې کې یې وضعیت "ډیر خطرناک" وباله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG