د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د اسرائیل په هوایي برید کې ۲۸ عام خلک وژل شویدي


د فلسطین عامې روغتیا وزارت چارواکو یکشنبه اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) ویلي چې په غزې کې د اسرائیل په څو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه وژل شوي چې یوه یې میرمن او شپږ نور یې ماشومان و.

فلسطیني چارواکو ویلي چې په سیمه ایز وخت یکشنبې سهار وختي د دیر البلاح په ښارګوټي کې په یو کور باندې د اسرائیل په یو بل هوایی برید کې یوه میرمن او شپږ ماشومان ووژل شول.

د اې پي خبري اژانس یو خبریال چې روغتون ته ورغلی و، ویلي چې په همدې ښارګوټي یو بل هوایي برید چې په ختیځې برخې کې شوی، لږ تر لږه څلور تنه پکې وژل شویدي.

چارواکو ندي ویلي چې وژل شوي وسله وال او که عام خلک و.

په عین حال کې د العوده روغتون مسؤلینو ویلي په یو بل هوایي برید کې دوه اپارتمانونه او د خلکو د اوسیدو ځایونه په نښه شول چې د غزې عامې روغتیا وزارت چارواکو معلوماتو له مخې دوه سړي او یوه میرمن پکې وژل شویدي.

همدې روغتون همدارنګه ویلي چې د غزې په مرکزي برخې کې د اسرائیل په دوو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه نهه تنه ووژل شول.

اسرائیل په غزې کې د جګړې پیل راهیسې په پرله پسې توګه ویلی چې یوازې د حماس وسله وال په نښه کوي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې ملامتي د حماس په ډلې اچوي ځکه د اسرائیل په وینا وسله وال خپلې وسلې، تونلونه او توغندي د خلکو د اوسیدو په ځایونو کې پټوي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې یوازې پدې تیرو دوو ورځو کې یې لږ تر لږه ۲۰ تنه وسله وال وژلي دي.

په غزې کې دا ملکیان داسې مهال وژل کیږي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن اسرائیل ته ولاړ شي چې په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د اوربند موافقې په هکله د اسرائیلي چارواکو سره سلا مشورې وکړي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه تیر کال د اکټوبر میاشتې تر ۱۱ مې وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ، لږ تر لږه ۱۲ سوه تنه یې ووژل او د ۲۵۰ په شاوخوا کې نور یې برمته کړل.

په غزې باندې د اسرائیل په هوایي بریدونو او تعرضي عملیاتو کې بیا د یکشنبې اګست ۱۸ مې نیټې پورې څه باندې ۴۰ زره کسان وژل شوي چې د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ډیری یې میرمنې او ماشومان و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG