د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د ملکي دفاع اداره: د اسرائیل په برید کې د یوې کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي


غزه
غزه

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۷) وویل د شنبې په سهار د اسرائیل په هوايي برید کې د نهو ماشومانو او درېیو ښځو په ګډون د یوې فلسطیني کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند محمود بصال د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې برید د مرکزي غزې په الزاویده سیمه کې د اجلاع پر کورنۍ شوی دی. د اسرائیل پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمود بصال وویل چې په برید کې د اجلاع د کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي دي. د پېښې د یو شاهد په وینا دغه برید په نیمه شپه کې شوی دی.

احمد ابوالغول د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل چې درې توغندي په مستقیمه توګه پر یو کور ولګېدل او وروسته د ژغورنې ډلو له دغه کور څخه چې له خاورو سره یو شوی و د مړو جسدونه وایستل.

هغه وویل: زیات شمېر ماشومان او ښځې دننه و، هغوی څه کړي و چې ورسره داسې وشول.

په څه د پاڅه لسو میاشتو کې د غزې په تړانګه کې د حماس د ډلې په وړاندې د اسرائیل په جنګ کې د غزې لویه برخه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

په غزه کې وروسته له هغې جنګ پیل شو چې د حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر په اومه د اسرائي پر جنوب باندې برید وکړ. د اسرائیل د چارواکو په وینا د حماس ډلې په دغه برید کې ۱۱۹۸ کسان ووژل او کابو ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

اسرائیل د حماس د برید په ځواب کې پر غزې باندې پراخ بریدونه پیل کړل، چې د درنې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې د غزې ښار لویه برخه ویجاړه کړه.

د حماس د ډلې تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دغه جنګ کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۰۰۰۵ ته او د ټپیانو شمېر ۹۲۴۰۱ کسانو ته رسېدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG