د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غزې کې په یو ښوونځي د اسرائیل په مرګاني برید 'ژوره اندیښنه' وښوده


سپینې ماڼۍ شنبه اګست لسمه ( زمري ۲۰) په غزې کې په یو ښوونځي باندې د اسرائیل په هوایي برید کې د ملکیانو په مرګ ژوبلې "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د برید په هکله د اسرائیلي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساویت په یوې اعلامیې کې د ژورې اندیښنې څرګندولو سربیره، ویلي چې ددې برید په باره کې یې د اسرائیلي چارواکو څخه د جزیاتو غوښتنه کړې.

په اعلامیې کې راغلي، " مونږ په غزې کې د ملکیانو مرګ ژوبلې راپورونو په هکله په ژوره توګه اندیښمن یو. د اسرائیلي سیالانو سره په اړیکه کې یو، هغوي ویلي چې د حماس چارواکي یې په نښه کړي و او مونږ ترې د نورو جزیاتو غوښتنه کړې".

د غزې د دفاع ملکي سازمان ویلي چې پدې ښوونځي‌ باندې چې فلسطیني بې‌ځایه شويو پکې پناه اخیستې وه د اسرائیل په هوایي برید کې د قربانیانو شمیر څه باندې ۹۰ کسانو ته پورته شوی دی.

اسرائیل لا هم ټینګار کوي چې پدې مذهبي ښوونځي کې یې د حماس وسله وال په نښه کړي و خو د اسرائیل دا برید په نړیواله کچه غندل شویدی.

د فرانس پریس خبري اژانس په خپلواکه توګه دا مرګ ژوبله نده تائید کړې خو که تائید شي دا به په تیرو ۱۰ میاشتو کې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې، لومړی ځل دی چې دومره ډیر کسان په یو برید کې وژل شویدي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند همدارنګه ویلي چې د حماس ډله پدې جګړې کې د ښوونځیو څخه د خپلو فعالیتونو لپاره کار اخلي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې له اسرائیل څخه یې په پرله پسې توګه غوښتي چې ملکیانو ته د زیان رسیدل کم کړي.

د غزې د دفاع د مدني‌ سازمان ویاند محمود باسال د فرانسې خبري اژانس ته وویل:‌ ''په اوس وخت کې د وژل شوی کسانو شمیر له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ کسانو پورې دی او لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي. د اسرائیلو درې توغندي په هغه ښوونځي لګېدلي‌ دي‌ چې پکې فسلطیني بې‌ځایه شويو پناه اخیستې وه.''

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر چې د حماس تر کنټرول لاندې دی ویلي دي چې په دغو بریدونو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG