د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس یو مشر د غزې اوربند موافقې په هکله د امریکا خوشبینې رد کړله


په غزې کې د اسرائیل هوایي برید څخه وروسته یو شمیر خلک د برید ځای سره نږدې ولاړ دي.
په غزې کې د اسرائیل هوایي برید څخه وروسته یو شمیر خلک د برید ځای سره نږدې ولاړ دي.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ ویلي و په غزې کې د اوربند موافقې ته د رسیدو لپاره "تر بل هر وخت نږدي شوي یو" خو د حماس یو جګپوړي چارواکي شنبه اګست ۱۷ ( زمري ۲۷) د ښاغلي بایډن دا خوشبینې رد کړله.

د حماس د سیاسي بیورو غړي، سامې ابو زُهري وویل، دا یو "خیال دی چې وویل شي مونږ موافقې ته نږدې یو" او زیاته یې کړه چې د واقعي خبرو اترو یا موافقې سره نه بلکې د " امریکایانو لخوا د حکم تپل کیدو" سره مخ یو.

جمهور رئیس بایډن په دوحې کې د متحد ایالاتو، مصر او قطر منځګړو تر منځ د دوه ورځینو خبرو اترو څخه وروسته د جمعې په ورځ وویل چې "تر بل هر وخت په پرتله موافقې ته نږدې شوي یو". امریکا دا هم ویلي و چې د بهرنیو چارو وزیر به اسرائیل ته واستوي چې د موافقې عملي کیدو لپاره د اسرائیلي چارواکو سره خبرې وکړي.

خو په قطر کې د دې خبرو پای ته رسیدو څخه وروسته د حماس ډلې په سمدستي توګه وویل چې د اوربند لپاره نوې طرحه نه مني.

سره لدې چې د نوې طرحې جزیات ندي په ډاګه شوي او د حماس ډلې هم د خپل مخالفت دلیل ندی په ډاګه کړی خو تر دې وړاندې دې ډلې ویلي و چې په غزې کې د اوربند په هکله د هرو خبرو نتیجه باید د غزې تړانګې څخه په بشپړه توګه د اسرائیل وتل او د بې ځایه شویو کسانو بیرته ستنیدل وي.

د حماس ډلې ویلي چې د اوربند په موافقې کې نوي شرطونه دويته د نه منلو دي خو بل پلو بیا د اسرائیل صدراعظم دفتر لخوا په یوې اعلامیې کې د اوربند په هکله "محتاطانه خوشبیني" څرګنده شویده.
په اعلامیې کې هیله څرګنده شوې چې د متحده ایالاتو او منځګړو هیوادونو لخوا په حماس ډیر فشار اچول به د دې سبب شي چې په غزې کې د اوربند لپاره د امریکا لخوا وړاندې شوې طرحې سره خپل مخالفت پای ته ورسوي.

په عین حال کې د بریتانیې، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې له ټولو اړخونو غوښتي چې په خبرو اترو کې دې " په مثبته او نرمه توګه" برخه واخلي.

یوه سرچینه چې په قطر کې د خبرو په هکله معلومات لري، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حماس ډلې د وړاندیز هغې برخې سره مخالفت څرګند کړی چې پکې ویل شوي د مصر پولې سره نږدې د اسرائیل ځواکونو پاتې کیدو ته اجازه ورکوي او دویمه برخه یې د اسرائیلي زندانونو څخه د فلسطینیانو بندیانو خوشې کیدو په بدل کې د برمته شویو کسانو د پریښودو شرایط دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د روان کال د مې په ۳۱مه، د اوربند د ټینګولو او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره درې پړاوه پلان وړاندې کړ.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په لومړي پړاو کې اوربند او د حماس له زندان څخه د ځینو یرغمل شویو کسانو راستنېدل شامل دي. په دوهمه مرحله کې به اسرائیلي پوځ له ټولې غزې تړانګې څخه ووځي او دایمي اوربند به رامنځ ته شي. په دریمه مرحله کې به د غزې بیارغونه پیل شي او د پاتې وژل شویو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG