د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا پولیس: په ټورنټو کې مو د یو تروریستي برید مخه ونیوله


د کاناډا پولیس
د کاناډا پولیس

د کاناډا پولیسو د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۳۱ (زمري لسمه) وویل چې یو پلار او زوی یې په کاناډا کې د تروریستي برید په تور نیولي‌ دي.

پولیس وایي دغه پلار او زوی احمد الدیدي او مصطفی الدیدي نومېږي چې ۶۲ او ۲۶ کاله عمرونه لري. وايي دوی د داعش په نماینده ګۍ د یو ترهګریز برید د پلان په جوړولو تورن شوي دي.

پولیس وايي چې دواړه د تاوتریخوالي د یو خطرناک برید د کولو په وروستۍ مرحلې کې وو. هغوی د کاناډا اتباع دي‌ او د ټورنټو د ریچمانډ هیل په سیمه کې په یو هوټل کې نیول شوي دي.

مقامات وايي چې دغه پلار او زوی په اګاهانه توګه په ټورنټو او ورڅېرمه سیمو کې ترهګریز فعالیتونه تسهیل کړي.

دوی تورن دي چې د یوې تروریستي‌ ډلې په فعالیتونو کې دخېل وو، دسیسې یې جوړولې او د وژلو لپاره یې تبر او نور وسائیل لرل.

پولیس وایي چې د دوی دواړو په اړه یې له یوې میاشتې راهېسې تحقیقات پیل کړي‌ وو.

د کاناډا د شاهي پولیسو یو افسر مات پيګز وویل: «دا یو ګواښ و او موږ وتوانېدو چې د جدي زیانونو او ځاني تلفاتو مخه ونیسو.»

ټاکل شوې چې دغه پلار او زوی د پنجشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG