د پکتيا ولایت په مرکز ګردیز کې د سړک غاړې د ماين په چاودنې کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د خوست په مرکز او ولسواليو کې د ۴۲ روغتيايي کلينيکونو کارکوونکو کاري اعتصاب کړی او د اعتراض په ډول يې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست دروازه هم تړلې ده.
د منځنۍ آسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريزه محموله نن خوست ته ورسېده او د غلام خان بندر له لارې د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ته روانه شوه.
د لوګر له پوځي اډې څخه پدې وروستیو کې ټول امريکايي ځواکونه وتلي دي. په دغه نظامي اډه کې شاوخوا ۳۰۰ امريکايي ځواکونه مېشت وو.
دولتي سرچينې وايي چې په پکتيا او خوست ولايتونو کې په وسله وال بريدونو او بمي چاودنو کې درې کسه وژل شوي او دوولس نور ټپيان شوي دي.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې وسله والو کسانو د پولیسو د ګزمې پر موټر بريد کړی او پنځه پوليس يې وژلي دي.
د پکتيکا پوليس وايي چې د دغه ولايت د بکې خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان له طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.
د پکتيکا حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې يو میړه له خپلې مېرمنې څخه د چړې په وسيله پوزه غوڅه کړې ده.
په پکتیا کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وایي چې په د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ماشومانو موجوديت صفر شوی، خو وسله وال طالبان لا هم په جګړو کې له ماشومانو څخه استفاده کوي.
د پکتیا سیمهییز چارواکي تایید کړې چې په لوګر کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د پکتيا د استیناف محکمې درې قاضيان او د محکمې یو کارکوونکی وژل شوي دي.
د لوګر د يو شمېر ملکي حکومتي چارواکو او امنيتي منسوبينو پر وړاندې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې ونړول شول.
افغان امنیتي چارواکي وايي په کابل او لوګر کې دوه جلا ځانمرګو بریدونو لږ ترلږه ۱۴ ملکي وګړي وژلي او ۵۳ نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکي وايي چې سږکال پر ۵۵۰ کروندګرو د سويابينو اصلاح شوی تخم وېشي، ترڅو نورو کروندګرو ته وښيي، چې له سويابينو څخه د کوکنارو د يوه ښه بديل په توګه ګټه اخيستلای شي.
په خوست کې د ملي اردو يو پخوانی سرتېری وايي چې مخدره موادو يې هم د ده ژوند تباه کړی او هم يې کورنۍ په نامعلوم برخليک اخته کړې ده.
لوګر یو له هغو ولایتونو دی، چې کوکنار پکې نه کرل کیږي، خو له لارې یې نشه يي توکي قاچاق کیږي.
عبدالله اشنا تلويزيون ته وويل، چې نشه يي توکي په څرګندو ځايونو کې خرڅيږي او په اسانۍ سره د هر معتاد د لاسرسي وړ دي.
په خوست کې يو کس د نشې په حالت کې د واده د مراسمو پنځه ګډونوال ووژل.
په خوست کې یو شمیر فیس بوک کاروونکو له نشه یي توکو سره د مبارزې کمپاین پیل کړی دی.
د خوست قومي مشران د نورو ولایتونو له قومي مشرانو غواړي چې د دوی په څیر د کوکنارو د کر د بندولو په برخه کې اقدامات وکړي.
نور پورته کول