څه باندې يوه لسيزه وړاندې د خوست په يو شمېر ولسواليو کې د کوکنار کرکيله رواج وه، خو د ولسي خلکو د مبارزې پر اساس د کوکنارو کښت صفر شو او کرونده ګرو د نورو کرنيزو توکو کرلو ته مخه کړله.
له دې کبله چې پدې سیمه کې قومي جوړښتونو ته ډېره ترجيح ورکول کېږي، د کوکنارو د کر په مخنيوي کې د قومي پرېکړو رول تر ټولو بارز و. اوس هم قومي مشران د مخدراتو د خرڅلاو او استعمال پرضد کله نا کله جرګه کيږي.
قومي مشر مجاهد وايي: ”د ديني عالمانو خبره د عالم خبره ده، په دې کې شک نشته چې ډېر خلک د عالم او قومي مشرانو خبره مني. ديني عالمانو د قومي مشرانو په ملګرتيا کوکنار صفر ته ورسول‟.
هر کال د افغانستان تر شلو زياتو ولايتونو کې د کوکنارو کښت کيږي. که څه هم حکومت يې د کر د مخنيوي او د فصلونو د اړولو هڅې کړې دي، خو ګروندګر لاهم له دې کښت څخه نه دي لاس په سر شوي.
د خوست دا جرګه د نشه يي توکو د توليدوونکو ولايتونو قومي مشرانو ته وړانديز لري، چې د دغو موادو د توليد د مخنيوي لپاره دې پر قومي جوړښتونو او پرېکړو اتکاء وکړي.
قومي مشر شکرالله وايي: ”که دوی وايي چې له لوږې به مړه شي نو د لوږې نه مري. دا شی مرض دی، دا دوی ټول قتلوي. دوی نه مې دا غوښتنه ده چې له دې کار نه دې صرف نظر وکړي. خپل ماشومان دې په دې نه لګيا کوي چې په نېره غوټۍ ووهي او اپين ترې ټول کړي‟.
عام باور دا دی، چې د کوکنارو کښت او قاچاق نه يواځې د ځوانانو د اعتياد لامل ګرځي، بلکې په هغو سيمو کې چې کوکنار کرل کېږي، نسبت نورو ته په کې ناامني هم ډېره ده.
قومي مشر حاجي شکر الله وويل: ”دا واقعيت دی چې نيستي هم راولي، بدبختي هم راولي، مرګ هم راولي، د کور بې اتفاقي هم راولي، په هغه سيمه او کلي کې قتل هم له همدې نه راپور ته کيږي‟.
د یو این او ډي سي وروستۍ سروې ښيي، چې په افغانستان کې په ۱۳۹۶ لمریز کال په بي ساري ډول د کوکنارو زیات کر شوی او د ۱۳۹۵ کال په پرتله ۶۳ په سلو کې د کوکنارو په کر کې زیاتوالی راغلی و.