د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر امنیتي مقامات: د مخدره توکیو د قاچاق وړونکو پرمخ ټولې لارې تړو


د لوګر امنيه قوماندان: د قاچاق وړونکو پرمخ ټولې لارې وتړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د نشه يي موادو د قاچاق لپاره د لوګر ولايت نه د يوې مهمې ترانزيټي لارې په توګه استفاده کېږي. د هېواد په ختيځو ولايتونو کې توليد شوي مخدره مواد د لوګر له لارې مرکزي او لويديځو ولايتونو ته قاچاقېږي.

د لوګر امنيه قوماندان وايي، هڅه کوي چې د قاچاق وړونکو پرمخ ټولې لارې وتړي. د ده په وينا په دې وروستيو کې پوليسو يو شمېر قاچاقبران له سلګونه کيلو ګرامه ترياکو او چرسو سره نيولي هم دي.

د لوګر امنيه قوماندان رحم خدا مخلص٬ وويل: ”موږ د مخدره موادو پرضد جدي مبارزه پيل کړې ده، قاچاقبرانو ته اجازه نه ورکوو چې د لوګر له خاورې نشه يي توکي قاچاق کړي. موږ دې ژمنې ته اماده يو.‟

په تازه هڅه کې نږدې اته سوه کيلو ګرامه چرس چې په يوه موټر کې انتقالېدل د لوګر پوليسو نيولي او رسنيو ته یې وښودل. پوليس وايي دا يې د خوښۍ ولسوالۍ په کافَر دره کې نيولي دي.

په خپله په لوګر کې کوکنار نه کرل کيږي خو په ځينو سيمو کې يې د چرسو کرکيله عامه ده. ددې ولايت اوسېدونکي له حکومت نه غوښتنه کوي چې پر قاچاق سربېره د چرسو د کر مخه هم ونيسي.

د لوګر اوسېدونکی ولي جان محزون وايي: ”غوښتنه مو دا ده هغه کسان چې په دې کاروبار کې ښکېل دي، هغوی تعقيب کړي، د کاروبار مخه يې ونيسي او دوی عدلي او قضايي ادارو ته ور معرفي کړي.‟

د مخدره موادو د قاچاق له کبله په دغه ولايت کې د نشه يي موادو خرڅلاو او استعمال ته هم زمينه مساعده شوې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG