د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د معتادينو لپاره۲۰بستريز روغتون جوړيږي


په ښرنه کې د معتادينو لپاره شل بستريز روغتون جوړيږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د پکتیکا د عامې روغتيا رياست وايې، چې ددغه ولایت په مرکز ښرنه کې د معتادينو د درملنې لپاره د ۲۰بستريز روغتون د جوړېدو چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې دي.

دا ۲۰ بستریز روغتون به ولایت په کچه د معتادینو د درملنې یو مجهز روغتون وي.

د دې روغتون په جوړېدو د پکتیکا ولسونه خوښي ښيي، خو له دولت څخه د نشه يي توکو په پېر او پلور د سخت بنديز غوښتنه هم کوي.

تر دې وړاندې په ارګون کې د معتادينو يواځينی روغتون وو چې د ټول ولايت معتادينو لپاره يې صحي خدمات ترسره کول.

XS
SM
MD
LG