د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ځواکونو او طالبانو په لیکو کې د ماشومانو په شتون اندیښنه


په پکتیا کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وایي چې په د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ماشومانو موجوديت صفر شوی، خو وسله وال طالبان لا هم په جګړو کې له ماشومانو څخه استفاده کوي.

په گردیز کې د جنوب ختيځ زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر نوراحمد شهيم، وایي په امنيتي ځواکونو کې د ماشومانو د نه استخدامولو د اصل په مراعاتولو خوښ دي، خو وسله وال طالبان لا هم په جګړو کې له ماشومانو استفاده کوي.

ښاغلی شهيم زياتوي، په جګړه کې د ماشومانو نه ګمارل او د ملکي خلکو خونديتوب د ټولو غوښتنه ده.

هغه وويل: ”کومه څېړنه او څارنه چې موږ کړې ده، نور له ماشومانو څخه استفاده نه کيږي. اما متاسفانه موږ پدې اړه داسې دقيق ارقام نه لرو، خو د خلکو د معلوماتو له مخې د مخالفينو په صفوفو کې له ماشومانو څخه په جګړو کې ګټه اخيستل کيږي‟.

که څه هم وسله والو طالبانو پدې هکله غبرګون نه دی ښودلی، مګر د پکتيا د ولايتي شورا غړی ايوب غروال له طالبانو څخه د ياد اصل د مراعاتولو غوښتنه لري. هغه وویل:”خصوصاً په دې يو، يو نيم کال کې په خپله د ولايتي ادارې او ولايتي شورا له لوري دا موضوع تعقيب شوې، د امنيتي ځواکونو پر جلب او جذب مو ډېرې نيوکې کړې. اوس مو د زېر سن کسانو مخه ډب کړې ده‟.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران وايي، چې د پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت په ليکو کې د جلب و جذب پرمهال يې د ماشومانو د استخدام مخه نيولې ده.

هغه امریکا غږ ته وويل چې په خاص ډول د پوليسو روزنه تر پخوا معياري شوې. نوموړي زياته کړه: ”زموږ پروسه داسې ده چې څو مديريتونه لرو، هغه بايد د هغوی عمرونه وګوري، رواني حالات يې وګوري او هر څه يې وګوري، له هغه وروسته جذبيږي‟.

تر دې مخکې پر حکومت نيوکې دا وې، چې ګوندې نه يواځې پکتيا بلکې د افغانستان په نورو سيمو کې هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې يو شمېر ماشومان استخداميدي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG